-
افغانستان د پاکستانيو درملو په واردولو بندیز د سلواغې له شلمې اجرا کوي
Jan 22, 2026 10:37له پاکستانه د درملو پر وارداتو د بندیز دنافذیدو د مهلت په نزدې کیدو سره ، د افغانستان د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وايي چې له پاکستانه وارد شوي درمل د سلواغې له شلمې نیټې دهیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي.
-
افغانستان کې د پنبې سوړ بازار؛ بنګلهدېش یې پېرلو ته لېوالتیا ښودلې
Jan 21, 2026 09:51زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وايي، د بنګلهدېش د البسې تولید او صادراتو ټولنې یا (BGMEA) د افغانستان پنبې (مالوچو) پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري درې نیم میلیارد ډالرو ته لوړه شوې
Jan 21, 2026 01:27د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په یولړ څرګندونو کې وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ارزښت له ۳٫۵ میلیارډ ډالرو زیات شوی ، چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښئي.
-
چین له خپلو وګړو څخه وغوښتله چي افغانستان ته له سفر څخه ډډه وکړي
Jan 20, 2026 12:18په کابل کې د چین سفارت په شهرنو کې په یوه چینایي رسټورانت باندې له چاودنې وروسته یوه خبرتیا خپره کړه او یو ځل بیا یې له چینایي وګړو وغوښتل چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي
-
د ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د ارزونې غونډه
Jan 20, 2026 12:06د ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د مختلفو فرصتونو د ارزونې غونډه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال «حمید قنبری» په مشرۍ او په کابل کې د سفارت سرپرست «علیرضا بیکدلي» او د بهرنیو چارو وزارت د څو لوړپوړو مدیرانو په ګډون ترسره شوه.
-
داعش ډلې په کابل کښې په هوټل کښې د بم چاودنې مسوولیت ومانه
Jan 20, 2026 02:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې څلرویشتم عربي ټیلي ويژن وویل داعش ډلې د کابل په یوه هوټل کښې په یوه رستوران باندې د حملې چې د چین دوه ښاریز او د افغانستان شپږ ښاریز پکښې وژل شوي وو مسوولیت پرغاړه واخیست.
-
طالبان:د کوچنیانو لپاره دولتي روزنتونونه پرانیستل شوي
Jan 19, 2026 12:18د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي چې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره په لسګونو جلا روزنتونونه پرانیستي او له خصوصي روزنتونونو څخه ماشومان په دغو روزنتونونوکې د ښوونې او روزنې لپاره ځای پرځای کېږي.
-
جاپان په تېرو ۴ کلونو کې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالره مرسته کړې
Jan 19, 2026 10:02په کابل کې د جاپان سفیر «کینیچي ماساموتو» د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې له تېرو څه باندې ۴ کلونو راهیسې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
-
د افغانستان د طالبانو د حکومت سوداګریز پلاوی بنګلهدېش ته تللی
Jan 19, 2026 01:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ۵۰ سوداګرو په ملتیا بنګلهدېش ته تللی دی. ویل شوي، دا پلاوی د یاد وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکې ته روان شوی دی.
-
افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو شمیر په اوځاره توګه زیات شوی دی
Jan 18, 2026 09:19د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېسارۍ یا یونیسیار په یوه راپور کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې ۱۳۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دا شمېر ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.