چې مې لیدلي، هغه مې لیکلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175100-چې_مې_لیدلي_هغه_مې_لیکلي
په تېرو لسیزو کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي مداخلې په بېلابېلو هېوادونو کې ډېری وخت د «ډیموکراسۍ»، «د بشري حقونو دفاع»، «له ترهګرۍ سره مبارزې» او «د نړیوال امنیت د ټینګښت» تر شعارونو لاندې توجیه شوې دي. په رسمي روایتونو کې دا اقدامات د هغو ملتونو د مرستې هڅه بلل کېده چې کلونه یې له جګړو، ناامنۍ او یا هم له استبدادي حکومتونو سره مخامخ وو.
(last modified 2026-07-13T07:49:18+00:00 )
Jul 13, 2026 12:17 Asia/Kabul
  • چې مې لیدلي، هغه مې لیکلي

په تېرو لسیزو کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي مداخلې په بېلابېلو هېوادونو کې ډېری وخت د «ډیموکراسۍ»، «د بشري حقونو دفاع»، «له ترهګرۍ سره مبارزې» او «د نړیوال امنیت د ټینګښت» تر شعارونو لاندې توجیه شوې دي. په رسمي روایتونو کې دا اقدامات د هغو ملتونو د مرستې هڅه بلل کېده چې کلونه یې له جګړو، ناامنۍ او یا هم له استبدادي حکومتونو سره مخامخ وو.

خو د دغو رسمي روایتونو ترڅنګ، بل ډول تجربې هم رامنځته شوې؛ هغه تجربې چې د همدې هېوادونو د خلکو له ورځني ژوند څخه سرچینه اخلي.

ډېری هغه وګړي چې کلونه یې د بهرنیو ځواکونو حضور له نږدې احساس کړی، د هغو ژمنو په پرتله بېلابېل روایتونه بیانوي چې ورسره شوې وې؛ داسې روایتونه چې په کې د شعارونو او د جګړې د ډګر د واقعیتونو ترمنځ واټن په څرګنده توګه لیدل کېږي.

افغانستان د دې تجربې تر ټولو څرګند او پېژندل شوی مثال دی. هغه هېواد چې کلونه د امریکا او د هغې د متحدانو د پوځي حضور کوربه و. دغه حضور د امنیت د ټینګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د هېواد د بیارغونې، د ډیموکراتیکو بنسټونو د پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د ښه کېدو په ژمنو پیل شو، خو د افغانانو په باور، واقعیت بل ډول و.  د افغانستان خلک باور لري چې دا ژمنې هېڅکله عملي نه شوې، بلکې یوازې جګړه، درد، کړاو، ناارامي او پراخې مرګ ژوبلې یې ورته په میراث پرېښودې.

خوږو اورېدونکو د خپرونې په دې لړۍ کې د افغانستان پر خلکو د امریکا د پوځي مداخلې اغېزې څېړو؛ هغه مداخلې چې د آزادۍ، ډیموکراسۍ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیت د ټینګښت تر شعارونو لاندې پیل شوې، خو د هغو خلکو له نظره چې کلونه یې په خپلو سترګو دا وضعیت لیدلی، پایلې یې له اعلان شویو شعاري ژمنو ډېرې متفاوتې وې.

په دې برخه کې هم د هماغو کلونو د یوه بل عیني شاهد کیسه درسره شریکوو؛ یوه داسې کیسه چې د خلکو له ورځني ژوند څخه راوتلې او کولای شي هغه څه چې پر افغانانو تېر شوي، په لا روښانه او واقعي بڼه انځور کړي.

د نن ورځې کیسه د هرات ولایت د ۴۹ کلن اوسېدونکي رحیم له خولې ده؛ هغه سړی چې په  افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور ټول کلونه یې له خپلو ټولو ترخو خاطرو سره په یاد دي.

هغه وایي، د هغو کلونو له ټولو پېښو څخه، هغه ورځ چې د شیندنډ ولسوالۍ د امریکايي ځواکونو د اډې ترڅنګ د دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر خپور شو، لا هم د هرات د خلکو له ذهنه نه ده وتلې.

رحیم وایي:  «هغه ورځ هم د نورو ورځو په څېر پیل شوې وه. خلک په خپلو ورځنیو کارونو او ژوند بوخت وو. خو د غرمې شاوخوا په ښار کې یو نااشنا خبر خپور شو. هر چا یوه خبره کوله. یو ویل دوه ماشومان په ډزو وژل شوي، بل ویل پېښه د امریکایانو د اډې ترڅنګ شوې ده. په لومړي سر کې هېچا باور نه کاوه. ټول هیله‌مند وو چې ښايي یوازې یوه اوازه وي، خو هر څومره چې وخت تېرېده، خبر لا ډېر تریخ او رښتینی کېده

رحیم د خبرو پر مهال  لږه شېبه چوپ شي او له اوښکو په ډکو سترګو بیا خبرې پیل کړي او وایي :   «وروسته پوه شوو چې هغه دوه ماشومانو د اوسپنې زړې ټوټې او فلزي ضایعات راټولولو ته تللي وو؛ هغه کار چې ډېرو بېوزلو کورنیو د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره کاوه. خو هماغه ورځ، د څو زړو اوسپنو د موندلو هغه عادي سفر، د دوی د ژوند وروستۍ ورځ شوه

هغه زیاتوي: «کله چې د هغوی جسدونه ښار ته راوړل شول، هرات نور هغه پخوانی هرات نه و. زه هم د خلکو له ګڼې سره یو ځای شوم. تر اوسه مې هم د هغو میندو او پلرونو انځور له ذهنه نه دی وتلی، چې په لوړ غږ یې ژړل.  هلته یوازې د هغو دوو ماشومانو کورنۍ نه وې چې اوښکې یې تویولې؛  داسې ښکارېده لکه ټول ښار چې په ویر کې ډوب وي. ډېرو خلکو خپل ماشومان په غېږ کې نیولي وو او یوازې یې کتل. هېچا د ویلو لپاره څه نه لرل

هغه خپله کیسه داسې پای ته رسوي:

«وروسته خلکو د هغو دوو ماشومانو جنازې د هرات د والي دفتر مخې ته یوړې. سړکونه له خلکو ډک وو. د ټولو یوازې یوه پوښتنه وه: ولې؟ ولې باید دوه ماشومان ووژل شي؟ خلکو یوازې عدالت غوښت. هغوی ویل، که چا تېروتنه کړې وي، باید ځواب ورکړي. هېڅ مور باید د خپل اولاد غم په داسې ډول پر زړه ونه لري

رحیم وایي:  «هغه ورځ ډېر شعارونه ورکړل شول. ځینو خلکو له حکومت غوښتنه کوله چې دا قضیه په جدي ډول وڅېړي. ځینو نورو له نړیوالو بنسټونو غوښتل چې حقیقت روښانه کړي. خلک غوسه وو، خو تر غوسې ډېر غم د هغوی پر څېرو ښکاره کېده؛ هغه غم چې د دوو بې‌دفاع ماشومانو د مرګ له درد او ترخې تجربې رامنځته شوی و

هغه زیاتوي: «وروسته مو واورېدل چې پلټنې پیل شوې دي، خو د خلکو لپاره موضوع یوازې یوه قضايي دوسیه نه وه. په حقیقت کې هېڅ تحقیق نه شوه کولای هغه دوه ماشومان بېرته خپلو کورنیو ته راولي.  هېڅ راپور نه شو کولای د هغوی تشه ډکه کړي. په حقیقت کې د هغو ماشومانو د مور او پلار لپاره، نړۍ هماغه ورځ بدله شوې وه

رحیم په خپګان سره ادامه ورکوي: «پوهېږئ اصلي درد څه و؟
دا و چې له هرې پېښې وروسته به خلکو څو ورځې خبرې پرې کولې، بیا به نوی خبر راغی او پخوانۍ پېښه به هېرېدله؛ خو د قربانیانو کورنیو لپاره هېڅ څه نه ختمېدل. هغوی هره ورځ له هماغه غم سره له خوبه پاڅېدل او هره شپه یې هماغه درد په زړه کې سر پر بالښت ایښوده

هغه په پای کې وایي: «کله چې نن د هغو کلونو خبرې کېږي، ځینې خلک یوازې د پوځي عملیاتو او سیاسي پرېکړو یادونه کوي. خو زه چې هر وخت هغه دوره راپه یادوم، تر هر څه مخکې د هماغو دوو ماشومانو څېرې وینم؛ هغه ماشومان چې یوازې د څو ټوټو اوسپنې د پیدا کولو لپاره له کوره وتلي وو او بیا هېڅکله بېرته کور ته ستانه نه شول

«زموږ لپاره هغه پېښه یوازې یو خبر نه و؛ بلکې هغه زخم و چې د هرات د خلکو پر زړونو ولګېد او تر اوسه هم، هر ځل چې د شیندند نوم اورو، هغه زخم بیا تازه کېږي

هغه روایتونه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور له کلونو څخه پاتې دي، یوازې په رسمي راپورونو، پوځي اسنادو او خپرو شویو شمېرو کې نه راټولېږي.

هغه څه چې د دې خاورې د خلکو په حافظه کې پاتې دي، د وېرې، ناامنۍ او بې‌باورۍ ترمنځ د ژوند خاطرې دي؛ داسې خاطرې چې نسلونه به یې له ځان سره لېږدوي.

د ډېرو افغانانو لپاره جګړه یوازې د ډزو او چاودنو غږ نه و؛ بلکې د ناامنۍ یو دوامدار احساس و، چې په کوڅو، ښوونځیو، کروندو او حتا کورونو کې یې هم خلک نه پرېښودل.

هغه کلونه چې د امنیت، آزادۍ او ډیموکراسۍ د ټینګښت په شعارونو پیل شول، د افغان کورنیو لپاره د غم، بې‌ځایه کېدو، د خپلوانو د له لاسه ورکولو او نامعلوم راتلونکي له ترخو تجربو سره مل وو.

هغه ماشومان چې باید په ټولګیو کې ناست وای، خپل د ماشومتوب ورځې یې د وېرې په سیوري کې تېرې کړې؛ هغه میندې چې هر سهار یې خپل اولادونه په اندېښنه بدرګه کول، او هغه پلرونه چې هېڅ ډاډه نه وو چې د ورځې په پای کې به یې د کورنۍ ټول غړي یو ځل بیا په یوه دسترخوان راټول شي.

او دا یوازې د هغه واقعیت یوه برخه ده چې د سترو قدرتونو د ښکلو او رنګینو شعارونو تر شا پټ پاتې شوی دی؛ هغه واقعیت چې ښيي پوځي اشغال، د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د آزادۍ، ډیموکراسۍ او بشري حقونو په څېر مفاهیمو څخه استفاده، په ډېرو مواردو کې د سولې او امنیت پر ځای د ملتونو د ویجاړۍ، ناامنۍ او کړاو لامل شوې ده.

دا هغه حقیقت دی چې د افغانستان خلکو د کلونو په اوږدو کې په خپل ژوند او وجود تجربه کړی دی.

هیله لرو، چې د افغانستان د خلکو په ګډون د نړۍ هیڅ مسلمان هېواد او په ټوله کې انسانان نور له دغه ډول ترخو تجربو څخه همېش لپاره وژغورل شي، اوسنۍ خپرونه مو هم په همدې ځای کې پای ته رسیږي، تر بیا مو په الله ج سپارم، رب مو مل