ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره خپله نوې استازې وټاکله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175064-ملګرو_ملتونو_د_افغانستان_لپاره_خپله_نوې_استازې_وټاکله
بنګله دېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.
(last modified 2026-07-09T11:52:35+00:00 )
Jul 09, 2026 16:21 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره خپله نوې استازې وټاکله

بنګله دېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.

رباب فاطمه په ډیپلوماسۍ، پالیسي جوړونې، وکالت او د نړیوالو پروګرامونو پلي کولو کې له دیرش کلونو څخه زیاته تجربه لري.

هغه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې شوه چې دنده یې تېر کال سنبله کې پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو د داخلي میکانیزمونو له مخې که چیرې د امنیت شورا کوم غړی په راتلونکو دوو ورځو کې رسمي اعتراض ونه کړي، نو ټاکنه به وروستۍ شي.

د پریکړې له وروستي کیدو سره فاطمه به د ماموریت د یوې خورا مهمې دورې په جریان کې د یوناما مشري په غاړه واخلي.