-
یوه ایراني شرکت د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Jun 09, 2024 03:10د اسماري ګروپ په نوم د یوه ایراني شرکت مشر مصطفی ذاکر د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي چې ډېر ژر به د هرات لومړۍ رسوبي حوزې د درې بلاکونو په اړه خپل پروپوزل یاد وزارت ته وسپاري.
-
له شاوخوا ۱۰۰۰ ورځو وروسته، لاهم د افغان ښځینه زدهکوونکو ناڅرګند برخلیک
Jun 08, 2024 12:37یوشمېر افغان زدهکوونکې نجونې وايي، چې له ۱۰۰۰ ورځو تېرېدو وروسته، لا هم طالب مشرانو د دوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه ده کړې.
-
د نیوزیلینډ پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا
Jun 08, 2024 10:56د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوه زره څلرویشتم کال شل آوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې، نن سهار په خپله دویمه لوبه کې، د نیوزیلنډ پیاوړې او سیالې لوبډلې ته د څلور آتیا منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
-
طالبانو د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د جرمني د صدراعظمې څرګندونو ته غبرګون وښود
Jun 08, 2024 01:31د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د جرمني د چانسلرې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې برلین باید افغان کډوال درېیم هېوادونو ته ونه لیږي.
-
ملګرو ملتو عربستان ته د افغانستان د اوسنیو څلورو چارواکو د سفر اجازت صادر کړ
Jun 07, 2024 11:22د ملګروملتو امنیت شورا د حج دمناسکو د ترسره کولو لپاره د طالبانو ډلې څلورو مشرانو لپاره سعودي عربستان ته د سفر اجازت ورکړ.
-
قزاقستان له افغانستان سره تجارت تر درې برابره زیاتوي
Jun 07, 2024 09:29له تورلیسټه د طالبانو ډلې د ویستلو لپاره د قزستان د حکومت په اقدام پسې ددغه هیواد مرستیال لومړي وزیر ووئیل، قزاقستان له افغانستان سره تجارت له یو میلیارډ ډالرو تر درو میلیارډ ډالرو ته رسوي.
-
د افغانستان د اهل تشیّع پر غوښتنو غور کوو
Jun 07, 2024 09:09د افغانستان د طالبانو د ریس ولوزار مرستیال په کابل کې د اهل تشیّع له عالمانو او سپين روبو سره په کتنې کې ووئیل، د اهل تشیّع ټولنې پر غوښتو به جدي غور وکړي.
-
په ۱۶ ولایتونو کې یو وار بیا د نجونو له حضور پرته د کانکور آزموینې پیل شوې
Jun 07, 2024 02:52د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې یو وار بیا د نجونو له حضور پرته د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور آزموینو د لړۍ د پیل خبر ورکړل شوی دی.
-
زرګونه افغان سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
Jun 07, 2024 02:49د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره تنه عادي ژوند ته د راګرځېدو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
-
له افغانستان څخه تاجیکستان ته د ټروریزم له خپرېدو نه د دې هیواد اندېښنه
Jun 05, 2024 07:57د تاجیکستان د پارلمان مشر او د دې هیواد د ولسمشر زوی په تینګار سره وویل: افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې یو ځلې بیا د ترهګرو په مرکز بدل شوی دی.