زرګونه افغان سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149158-زرګونه_افغان_سېلاب_ځپلي_بېړنیو_مرستو_ته_اړتیا_لري
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره تنه عادي ژوند ته د راګرځېدو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
(last modified 2024-06-06T22:21:53+00:00 )
Jun 07, 2024 02:49 Asia/Kabul
  • زرګونه افغان سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره تنه عادي ژوند ته د راګرځېدو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې د افغانستان برخې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اغېزمنو ته د اړینو مرستو د چمتو کولو لپاره یې ۱۴.۵ میلیون ډالر په‌کار دي.

د افغانستان په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۳۵۰ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان شول.

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۷زره او ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.