یوه ایراني شرکت د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149238-یوه_ایراني_شرکت_د_افغانستان_پر_کانونو_پانګونې_ته_لېوالتیا_ښودلې
د اسماري ګروپ په نوم د یوه ایراني شرکت مشر مصطفی ذاکر د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي چې ډېر ژر به د هرات لومړۍ رسوبي حوزې د درې بلاکونو په اړه خپل پروپوزل یاد وزارت ته وسپاري.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 09, 2024 03:10 Asia/Kabul
  • یوه ایراني شرکت د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اسماري ګروپ په نوم د یوه ایراني شرکت مشر مصطفی ذاکر د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي چې ډېر ژر به د هرات لومړۍ رسوبي حوزې د درې بلاکونو په اړه خپل پروپوزل یاد وزارت ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغان انجینیرانو د ظرفیت لوړونې او ورسره د ایرني انجینیرانو د تجربو شریکولو په موخه به یو روزنیز مرکز هم پرانیزي.

بلخوا دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، چې سرپرست حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او هڅه کوي، چې ورته هر راز اسانتیاوې برابرې کړي.