د نیوزیلینډ پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا
Jun 08, 2024 14:26 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوه زره څلرویشتم کال شل آوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې، نن سهار په خپله دویمه لوبه کې، د نیوزیلنډ پیاوړې او سیالې لوبډلې ته د څلور آتیا منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
افغانستان په دې بریا سره څلور امتیازه ترلاسه کړل او د نړیوال جام د درېیم ګروپ د درجه بندۍ په لومړي سر کې ځای لري.
تر دې لوبې وړاندې افغانستان د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په ګروپي پړاو کې، یوګانډا ته ماتې ورکړې وه، چې د نن ورځې بریا د هېواد د ملي لوبډلې دویمه بریا ده.
د افغانستان راتلونکې لوبه له پي این جي لوبډلې سره ده. د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د دوه زره څلرویشتم کال د غبرګولې د میاشتې له دولسمې نیټې څخه پیل شوی او د چنګاښ تر نهمې نیټې پورې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې شل لوبډلې برخه لري.
ټیګونه