-
طالبان د قطر دوهمې غونډې ته وربلل شوي دي
Jan 26, 2024 11:48زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په اړه د دوحې دويمه ناسته کیږي او د افغانستان طالبان وايي دوی ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
-
د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته د سلواغې په ۲۹ مه ترسره کېږي
Jan 26, 2024 02:34د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوتریش د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب کوي.
-
ټي ټي پي په افغانستان کې نشته
Jan 26, 2024 02:19طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.
-
مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني
Jan 26, 2024 01:57د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې، هېواد یې د طالبانو حکومت په دې خاطر په رسمیت نه پېژني، چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه نه مني او پراخ بنسټه اداره نه جوړوي.
-
د نجونو پرمخ دې ژر تر ژره ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي
Jan 25, 2024 12:09د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له اسلامي امارت غوښتي چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي
-
افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري
Jan 25, 2024 02:38پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.
-
د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته
Jan 25, 2024 02:09د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
-
د پرمختللې او هوسا افغان ټولنې لپاره د نجونو زده کړې اړینې دي
Jan 25, 2024 01:56په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دفتر مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق، بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ دی.
-
طالبان وايي، له نړۍ سره تعامل غواړو
Jan 24, 2024 11:43د طالبانو سیاسي مرستیال وویل: طالبان د اقتصاد پر بنسټ د بهرني سیاست پر بنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او ښو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دي.
-
د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا له طالبانو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
Jan 24, 2024 11:35د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ټولو زده کوونکو غوښتي چې ښوونځیو ته د افغان زده کونکو د راستنیدو ملاتړ وکړي.