د نجونو پرمخ دې ژر تر ژره ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145266-د_نجونو_پرمخ_دې_ژر_تر_ژره_ښوونځي_او_پوهنتونونه_پرانېستل_شي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له اسلامي امارت غوښتي چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي
(last modified 2024-01-25T07:40:57+00:00 )
Jan 25, 2024 12:09 Asia/Kabul
  • د نجونو پرمخ دې ژر تر ژره ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له اسلامي امارت غوښتي چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي

هغه د زده‌کړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د یو هېواد عزت او پرمختګ په ښوونې او روزنې پورې تړلی؛ نو په کار ده، چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

په همدې حال کې تېره ورځ د یوناما مشرې روزا اتونبایوا هم ویلي چې د نجونو پرمخ د زدکړو بندیز دوام د منلو وړ نه دی.

هغې  ویلي، دا د ټولو غوښتنه ده چې په افغانستان کې دې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي چي، د نجونو پر زدکړو لګیدلي بندیزونه دایمي نه دي او د یو مناسب چوکاټ له جوړېدو وروسته به ټولو ته د کار او زدکړو زمینه برابره شي.