د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی وفات شو
افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ له اوږدې ناروغۍ وروسته د هند په یوه روغتون کې مړ شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د مطبوعاتو څانګې دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې شاپور ځدراڼ تېره شپه د درملنې پر مهال ساه ورکړه.
نوموړی له څه مودې راهیسې په هند کې تر درملنې لاندې و او په وروستیو ورځو کې یې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو راپورونه هم خپاره شوي وو.
شاپور ځدراڼ شاوخوا ۳۹ کاله عمر درلود. هغه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۴۴ یو ورځنۍ او ۳۷ شل اووریزې نړیوالې لوبې کړې وې او په دواړو فارمټونو کې یې نږدې ۸۰ ویکټې اخیستې وې.
هغه د ملي لوبډلې ترڅنګ په کورنیو سیالیو او یو شمېر سوداګریزو کرکټ لیګونو کې هم لوبېدلی و او د افغانستان د کرکټ د مخکښو تېز بالرانو له ډلې څخه شمېرل کېده.