طالبان د قطر دوهمې غونډې ته وربلل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145304-طالبان_د_قطر_دوهمې_غونډې_ته_وربلل_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په اړه د دوحې دويمه ناسته کیږي او د افغانستان طالبان وايي دوی ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
(last modified 2024-01-26T07:21:39+00:00 )
Jan 26, 2024 11:48 Asia/Kabul
  • طالبان د قطر دوهمې غونډې ته وربلل شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په اړه د دوحې دويمه ناسته کیږي او د افغانستان طالبان وايي دوی ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

 په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رياست الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره د ليدنې پر مهال د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافير په قطر کې د دويمې نړيوالې ناستې نېټه په ډاګه کړې ده.

د رياست الوزرا له خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې «پال کلومان بېکر» ويلي چې افغانستان له نړۍ هېر نه دی او د دغه هېواد په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ دويمه غونډه به د فبرورۍ پر ۱۸ نېټه جوړه شي.

د طالبانو د رياست الوزرا له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دوی ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ملګرو ملتونو د تېر کال په مې میاشت کې د افغانستان په اړه د قطر پلازمېنې دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې وه چې طالبانو په کې ګډون نه درلود.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن ډوجارېک وړاندې د دوحې د غونډې موخه د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د چلند همغږي او د دغه هېواد په اړه د خپلواکو ارزونو ترسره کول ياد کړي دي.

ويل کېږي چې د دوحې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي او د سیمه ییزو سازمانو استازي ګډون وکړي.

د دوحې په تېره غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، ټولګډوني حکومت جوړېدل، ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړونده مسلو خبرې شوې وې.

د افغانستان د طالبانو د رياست الوزرا د خبرپاڼې له مخې، د ناروې ډيپلومات د نجونو د زدکړو او کار زمينې برابرولو غوښتنه وکړه چې په ځواب کې ښاغلي کبير ويلي "اسلامي امارت د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه دی" او په دې اړه "ځانګړې کمېټه کار کوي چې تعليم ته زمينه برابره کړي."

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بنديز لګېدلی او د دې تر څنګ پر مېرمنو ګڼ نور محدوديتونه هم لګول شوي دي.

د طالبانو د رياست الوزرا په خبرپاڼه کې راغلي، چې ناروې په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره دری میلیونه ډالره او له افغان کډوالو سره چې په زور بېرته افغانستان ته استول شوي ۷ میلیونه ډالره مرسته کوي.

ناروې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره د دې ليدنې اړه څه نه دي ويلي.