طالبان وايي، له نړۍ سره تعامل غواړو
د طالبانو سیاسي مرستیال وویل: طالبان د اقتصاد پر بنسټ د بهرني سیاست پر بنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او ښو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دي.
د فارس خبری آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د لومړی وزیر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د «افغانستان د تعلیمی او تحصیلی موسسو د ښه والی لپاره د ملی کنفرانس» د پرانیستلو په مراسمو کښې وویل: د افغانستان د ښوونیزو او تحصیلی بنسټونو د ښه والی لپاره په هیواد کښې د یو داسې عصري تعلیمي نظام اړتیا ده چې په نړیوالو معیارونو پوره وي.
هغه زیاته کړه: "طالبان په پام کې لري چې له چین سره د واخان لوې لارې د نښلولو ترڅنګ د ولایتونو تر منځ مواصلاتي لارې هم ورغوي."
د مولوي عبدالکبیر په وینا، افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د غنمو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
نوموړي د دې ډلې د بهرني سیاست په اړه هم وویل: طالبان د اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او ښو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دي.
هغه زیاته کړه: اوس مهال د افغانستان سیاسي ادارې په شاوخوا شلو هېوادونو کې فعالې دي.
د طالبانو له واکمنۍ دوه کاله وروسته، هېڅ هېواد د دې ډلې موقت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د مشروعیت لپاره یې د ښځو د حقونو د رعایت په ګډون ځیني شرطونه اعلان کړي دي.