-
له ایرانه افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰ افغان بندیان لېږدول شوي
Jun 12, 2026 05:31افغانستان او ایران د بندیانو د سپارلو تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.
-
په افغانستان کې د ټاپي نللیکې په اوږدو کې د څار لپاره د ۱۰۷ کیلومتره سړکونه جوړ شول
Jun 10, 2026 13:58د ترکمنستان د تېلو دولتي شرکت ترکمن نفت (ترکمننېبت) ویلي چې د ټاپي (TAPI) ګاز نللیکې د افغانستان په برخه کې د سیرهتآباد – هرات ترمنځ تر ۱۰۷ کیلومتره ډېر څارنیز سړکونه جوړ شوي دي.
-
ذبیحالله مجاهد: د پاکستان په بریدونو کې ۱۳ ملکي کسان شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي دي
Jun 10, 2026 07:46د طالبانو ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي.
-
د افغانستان په سوېل او ختیځ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شول
Jun 10, 2026 06:34رسنیو د چهارشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې راپور ورکړی چې پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په سوېلي او ختیځو سیمو کې پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
-
حامد کرزی: افغان مېرمنې دې په عزت او درناوي په خپل هېواد کې ژوند وکړي
Jun 10, 2026 06:31د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې وروستیو پېښو ته په غبرګون کې ویلي چې ټول افغانان په ځانګړې توګه د ښځو عزت او احترام دې په ځای وي او په خپل هېواد کې دې د باوقاره ژوند شرایط ورته برابر شي.
-
په پکتیکا کې د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
Jun 10, 2026 06:29د افغانستان د پکتیکا امنیې قوماندانۍ ویلي چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان شوي دي.
-
دباؤاو سیاسي کلنګ اخیستل،د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی
Jun 09, 2026 14:27په ملګرو ملتو کې د روسیې د استازولۍ مرستیالې ویلي چې د دباؤ او سیاسي باج اخیستنې پر بنسټ چلند د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی.
-
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشي کېدو غوښتونکی شو
Jun 09, 2026 07:48پارس تودی-په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی امیر سعید ایروانی د دې په بیانولو سره چي په افغانستان کې د اقتصادي حالاتو د ښه کېدو لپاره له هڅو څخه باید ملاتړ وشي، وویل: د افغانستان کنګل شوي شتمني باید له کوم قید او شرط پرته خوشي شي.
-
د امریکا استازی ادعا وکړه چي طالبان لا هم ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي
Jun 09, 2026 07:43د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا مرستیال استازي جفري بارتوس د افغانستان په اړه غونډه کې طالبان تورن کړل چې د ترهګرۍ ضد ژمنو ته نه دي پابند او لا هم ترهګرو ډلو ته خوندي پناه ځایونه برابروي.
-
سږ کال افغانستان کې ۷۵ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي
Jun 08, 2026 13:31له پېښو سره د مبارزې د افغانستان د چمتوالي ملي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر دا مهاله په دې هېواد کې ۷۵ کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.