-
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رهبرۍ پلاوي د ننګرهار شیخ مصري پارک له ګڼو فابریکو لیدنه وکړه
Nov 29, 2023 11:10د شیرباز کمین زاده په مشرۍ د افغانستان صنایعو او کانونو خونې رهبرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت شیخ مصري صنعتي پارک د ګڼو فابریکو له تولیدي چارو د لیدنې ترڅنګ، د صنعتکارانو ستونزې واورېدې.
-
هندوستان کښې د افغانستان سفارت زر کار پیلوي تفصیل به یې په ګډه واورو
Nov 29, 2023 11:05زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، په هند کې د افغانستان سفارت به ډېر ژر بېرته په کار پیل وکړي.
-
په تاجکستان کې د هرات امنیتي ۱۱م پړاو غونډې په اړه د هیندارې خپرونه
Nov 29, 2023 10:39د تهران راډیو د هیندارې سیاسي خپرونه کې مو دا ځل د تاجکستان په دوشنبې کې د هرات امنیتي ۱۱م پړاو غونډه باندې بحث کړی. په بحث کې را سره د دغه غونډې ګډونوال او د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل او له افغانستان د پوهنتون پخوانی استاد عبدالرحیم صراف میلمانه دي. د دې خپرونې کوربه عطاءالله خوږیاڼی دی.
-
د راشد او نبي لپاره نوی زیری
Nov 29, 2023 08:43د کرېکټ د نړیوالې شورا په نوې ډلبندۍ کې دوو افغان لوبغاړو محمد نبي دویم او راشدخان شپږم ځای خپل کړی دی.
-
د نړۍ لپاره به د طالبانو د رسميت پېژندنې پايلې ډېري ترخې وې
Nov 29, 2023 08:26د «جمعیت اسلامي افغانستان» ګوند لوړپوړی غړی محمد اسماعيل خان ویلي چې «نړۍ د طالبانو او افغانستان د شرایطو په ليدلو سره جرأت نه کوي، چې طالبانو ته مشروعيت ورکړي، د دې کار پايلې به ترخې وي.»
-
طالبانو په بدخشان کې د تحریر ګوند ۴۵ غړي نیولي
Nov 29, 2023 08:09د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د طالبانو استخباراتو ادارې د تحرير ګوند ۴۵ غړي نيولي، چې ټول يې ځوانان او د بدخشان پوهنتون محصلين دي.
-
نړۍ عملاً په رسمیت پېژندلي یوو
Nov 29, 2023 07:49د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی ادعا لري چې نړیوالې ټولنې په عمل کې د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
-
ننګرهار کښې یو ورځنی سیمینار جوړ شوی نور حال په دغه راپور کښې واورئ
Nov 29, 2023 06:41زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې د امریکايي اشغالګرو او مزدورې ادارې د وحشتونو څو مستندې بېلګې او د هغو ارزونه تر سرلیک لاندې یو ورځنې علمي سیمینار ترسره شو.
-
د افغانستان اوسنی ټول مشکلات دامریکاد رول له امله دي
Nov 29, 2023 01:40اسماعیل خاان ټینګار وکړ، افغانستان په دغه هیواد کې د امریکایانو له شتون سره د مخالفت قرباني شوی دی.
-
نړیواله ټولنه دې په جبری توګه د طالبانو په شړلو پسې نه شي
Nov 28, 2023 14:07حامد کرزي ووئيل که څه هم طالبان د خبرواترو ضرورت درکوي ،خو ددغه بهیر له پیلیدا مخکې وخت او چمتووالی ئې لازم دی . هغ په عین حال کې ووئيل،مونږ باید له خپلو تیرو تیروتنو درس واخلو او باید نور د افغانستان دپرمختګ او ارامښت لپاره کار وکړو.