د راشد او نبي لپاره نوی زیری
Nov 29, 2023 12:13 Asia/Kabul
د کرېکټ د نړیوالې شورا په نوې ډلبندۍ کې دوو افغان لوبغاړو محمد نبي دویم او راشدخان شپږم ځای خپل کړی دی.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ د نړیوال جام تر پای ته رسېدو وروسته، د نړۍ د لسو غوره آلرونډرانو په لیست کې محمد نبي دویم او راشدخان شپږم ځای خپل کړی دی.
د دغه فهرست لومړی ځای د بنګله دېش پخواني کپټان شکیب الحسن ګټلی دی.
همداراز راشدخان په بالینک کې هم د یو ورځنیو لوبو د لسو غوره لوبغاړو په ډله کې شپږم ځای خپل کړی دی.
په هند کې د ۲۰۲۳ میلادي کال په نړیوال جام کې ابراهیم ځدراڼ ښه وځلېد او د کرېکټ د ډېرو څارونکو پام یې ځان ته واړاوه.
ټیګونه