نړۍ عملاً په رسمیت پېژندلي یوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142322-نړۍ_عملاً_په_رسمیت_پېژندلي_یوو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی ادعا لري چې نړیوالې ټولنې په عمل کې د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
(last modified 2023-11-29T03:22:16+00:00 )
Nov 29, 2023 07:49 Asia/Kabul
  • نړۍ عملاً په رسمیت پېژندلي یوو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی ادعا لري چې نړیوالې ټولنې په عمل کې د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

د تاند ویب پاڼې د خبر له مخې، نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو په ګډون، د شاوخوا ۲۰ هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې پرانېستي دي.

ستانکزي د نورو هېوادونو د سفارتونو په اړه ویلي چې اکثره په قطر کې فعال دي او له هغه ځایه دوی سره اړیکې ساتي.

هغه په دې تړاو چې په واقعي مانا د رسمیت پېژندلو لپاره د دوی حکومت څه پروګرام لري کنه، څه نه دي ویلي.

څه موده مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه استازي فریدون سینرلي اوغلو د افغانستان د قضیې د حل لپاره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل وړاندیزونه واستول، چې پکې د طالبانو له حکومت سره پر تعامل او همکارۍ د ټینګار تر څنګ، د دوی ځینې لاسته راوړنې ستایل شوې وې او د رسمیت پېژندلو لپاره یې شرطونه اېښودل شوي وو.

په  دغو شرطونو کې د طالبانو لخوا د نجونو د ښوونځیو پرانیستل، د ښځو او نورو خلکو د حقونو تامین، د بین الافغاني مذاکراتو پيل او یو شمېر نور ټکي شامل وو.

ښاغلي اوغلو د دغو هڅو د انسجام لپاره د تماس د یوه آدرس پر رامنځته کېدو هم ټینګار درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي که څه هم په ښکاره یادې طرحې ته غبرګون نه وو ښودلی، خو په کابل کې یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازیتوب د دفتر( یوناما) له مشرې سره د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې د افغانستان اړوند ټولې خبرې باید دوی سره وشي او نور موازي آدرسونه فعال نه شي.