طالبانو په بدخشان کې د تحریر ګوند ۴۵ غړي نیولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142326-طالبانو_په_بدخشان_کې_د_تحریر_ګوند_۴۵_غړي_نیولي
د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د طالبانو استخباراتو ادارې د تحرير ګوند ۴۵ غړي نيولي، چې ټول يې ځوانان او د بدخشان پوهنتون محصلين دي.
(last modified 2023-11-29T03:42:29+00:00 )
Nov 29, 2023 08:09 Asia/Kabul
  • طالبانو په بدخشان کې د تحریر ګوند ۴۵ غړي نیولي

د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د طالبانو استخباراتو ادارې د تحرير ګوند ۴۵ غړي نيولي، چې ټول يې ځوانان او د بدخشان پوهنتون محصلين دي.

د هشت صبح ورځپاڼې د خبر له مخې؛ په دغه ولایت کې د تحریر ګوند غړي له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوي او لا هم د دوی د نیولو لړۍ روانه ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوه اونۍ وړاندې د طالبانو استخباراتو په دغه ولايت کې تحریر ګوند د غړو په ګډون، د داعش ١٦ کسيزه ډله نيولې وه، چې ډېرى يې د بدخشان پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصلين دي.

سرچینې لا هم ادعا کوي چې تحریر ګوند د هېواد په شمال په ځانګړي ډول بدخشان او تخار کې فعال حضور لري او د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دوی فعالیتونه پټ دي.

د بدخشان طالب سیمه‌ ایزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال د طالبانو استخباراتو د دغه ګوند پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.

سربېره پر دې چې د حزب‌التحریر فعالیت د افغانستان په پخواني حکومت کې هم جنجالي وو، خو دغه ګوند په ۱۹۵۳ کال کې د یوه فلسطیني عالم تقيالدین نبهاني له خوا رامنځته شو.

شیخ عطاء بن خلیل ابورشته له ۲۰۰۳ کال راهیسې د دغه ګوند مشر دی.

التحریر ګوند ادعا کوي چې په ۵۰-۶۰ هېوادونو کې فعالیت لري، خو په ډېرو هېوادونو کې یې فعالان غیر قانوني ګڼل کېږي.