-
افغانان دې له هر ډول تفرقې او اختلاف ځان وساتي
Jul 28, 2023 01:05د افغانستان مخکيني ولسمشر محمداشرف غني د عاشورا ورځې په اړه يوه پيغام کې ويلي چې افغانان دې له هر ډول تفرقې او اختلاف څخه ځان وساتي.
-
یوې افغانې نجلۍ یوه طالب چارواکي ته د محرم ډالۍ ورکړه
Jul 27, 2023 14:16په ویډیو کې هغه طالب چارواکی لیدل کېږي چې په شیعه مېشتې سیمې کې د محرم د مراسمو دنده پر غاړه لري او د یوې افغانې نجلې له لورې ورته د محرم ډالۍ ورکول کېږي او یادونه کوي چې د شیعه او سني ترمنځ کوم تعصب شتون نه لري او اوس هم انسانیت ژوندی دی.
-
امریکا د افغانستان د ټولو ستونزو ذمه واره ده
Jul 27, 2023 11:53زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د نړیوالې پراختیا اژانس وروستي راپور ته په غبرګون کښې وویل واشنګټن په افغانستان کښې د بشر دوستانه او د انساني مشکلاتو اصلي عامل دی.
-
د طالبانو چارواکي په قطر کښې د امریکا له مسوولینو ته خبرې کوي نور حال دلته واورئ
Jul 27, 2023 10:25زمونږ خبری راپور راکړی ټاکل شوې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی په نيږدې راتلونکي کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو په هدف د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.
-
د کابل عزاداران باید له سترو غونډو ډډه وکړي
Jul 27, 2023 08:18زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د شیعه علماو شورا په حسیني ماتمیانو غږ وکړ چې په راتلونکو ورځو کښې په سړکو کښې له راغونډیدا او له ډلې ډلې تګ راتګ کولو ډډه وکړي.
-
په ننګرهار کې د نامسلکي ډاکترانو او جواز نه لرونکو درملتونونو فعالیت د خلکو اندېښنې زیاتې کړې
Jul 27, 2023 04:24دعامې روغتیا ریاست چارواکي هم په دې ولایت کې د نامسلکي ډاکترانو او جواز نه لرونکو درمل پلورنځیو د فعالیت منښته کوي خو وایي چې د مخنیوي لپاره یې ځانګړی کمیسون ګومارلی دی. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۸ کسان مړه شوي
Jul 27, 2023 02:00د افغانستان د سرپرست حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۶کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پر مهال یې ۴۸ تنه وژل شوي او ۵۸ نورټپیان دي.
-
کابل کې د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې
Jul 27, 2023 01:47د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وایي، چې په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکي وزګاره شوي، خو د افغانستان برېښنا شرکت بیا وايي چې دغه ستونزه لنډ مهاله ده او ژر به حل شي.
-
په تېرې یوې میاشتې کې له ایران څخه څه د پاسه ۴۴ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي
Jul 27, 2023 01:35د افغانستان د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکو له ایران څخه د ورېښمو له لارې هېواد ته څه د پاسه ۴۴ زره افغانانو د راستنېدو خبر ورکوي.
-
بلخ کې د عاشورا مراسمو نمانځنې لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي
Jul 27, 2023 01:27د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره بلخ کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د اهل تشیع اړوند جوماتونو او تکیهخانو امنیت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.