کابل کې د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې
Jul 27, 2023 01:47 Asia/Kabul
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وایي، چې په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکي وزګاره شوي، خو د افغانستان برېښنا شرکت بیا وايي چې دغه ستونزه لنډ مهاله ده او ژر به حل شي.
د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، د کابل د صنایعو او کانونو خونې مرستیال ظریفګل ځدراڼ ویلي، چې د برېښنا پرچاوۍ، فابریکهلرونکي له ډېرو ستونزو مخ کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې په ۲۴ ساعتونو کې صعنتي فابريکو ته یوازې ۱۳ ساعته برېښنا ورکول کېږي، چې يوازې د يوه شفټ کارکوونکي کار کولاى شي.
هغه زياتوي چې تر دې مخکې فابريکو ته په ۲۴ ساعتونو کې ١٧ ساعته برېښنا ورکول کېده، چې کارکوونکو په دوه شفټونو کې کار کولو.
ټیګونه