امریکا د افغانستان د ټولو ستونزو ذمه واره ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د نړیوالې پراختیا اژانس وروستي راپور ته په غبرګون کښې وویل واشنګټن په افغانستان کښې د بشر دوستانه او د انساني مشکلاتو اصلي عامل دی.
د افغانستان خارجه وزارت په یوې خبر پاڼه کښې د امریکا د نړیوالې پراختیا اژانس وروستي راپور ته په غبرګون کښې چې ویلي یې دي طالبان د افغانستان په خلکو باندې د نړیوالو بشر دوستانه مرستو په ویشلو کښې لاسوهنه کوي وویل دغه ادعا ناسمه ده او د افغانستان له واقعیتونو سره په ټکر کښې ده.
د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په دغه بیانیې کښې ویلي دي د امریکا په راپور کښې هڅه شوي ده چې د نړیوالو مرستندویه موسسو د بدنامولو لپاره یو شمیر تورونه مطرح شي او امریکا په افغانستان کښې د موجودو بشر دوستانه مشکلاتو د مسوول په توګه خپل ځان له خپلو نړیوالو ژمنو خلاص کړی دی او خپل اقدامات یې توجیه کړي دي.
د افغانستان د باندنیو چارو وزارت وویل د طالبانو په حکومت باندې د دباو د نورو اوزارونو له مینځه تلو وروسته همدا اوس ځینې اروپايي هیوادونه له بشر دوستانه مرستو څخه د کابل پرضد د دباو د اوزار په توګه استفاده کوي چې دا یو غیر انساني اقدام دی.
د امریکا د نړیوالې پراختیا اژانس په خپل نوي راپور کښې ادعا کړي ده چې طالبانو ډله نړیوالو مرستو ته د یوه عاید په سترګه ګوري.