-
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل
Oct 28, 2025 10:13د افغان رسندویو له راپور سره سم په استانبول کې د پولې هاخوا ترهګرو ډلو د څارنې او مبارزې لپاره د یو میکانیزم د ترلاسه کولو په موخه د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدل.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کابل ته تللی
Oct 27, 2025 01:18زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د ایران سفارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبابادي کابل ته ورغلی.
-
جرمني د افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیلوي
Oct 26, 2025 03:56د جرمني د ایالتونو مشرانو په ماینز کې د "د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس" کې د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه.
-
د تورخم دروازې تړل کېدو له امله سوداګر له میلیونونو ډالر زیان سره مخ دي
Oct 25, 2025 08:57د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، د تورخم تړل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو سوداګرو ته هره ورځ یو میلیون ډالر مالي زیان اوړي.
-
چمن کې بند پاتې افغان کډوال له سختو ستونزو شکایت لري
Oct 25, 2025 08:40په چمن ښارګوټي کې له ۱۵۰۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ د پاکستان له لوري د ایستلو وروسته بندې پاتې دي.
-
ترکیه کې ډوبه شوې کښتۍ کې ۱۴ کسان مړه خو یوه افغان ځان ژغورلی
Oct 25, 2025 08:09د ترکیې په لوېدیځه ساحلي سیمه کې د کډوالو د یوې کښتې ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
-
تاجیکستان له طالبانو سره د مخالفو ډلو د نه ملاتړ تازه دریځ اعلان کړ
Oct 25, 2025 03:45د تاجیکستان حکومت له کابل سره د خپل دریځ په وروستي بدلون کې ډاډ ورکړی چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې به هیڅ مخالفه ډله د تاجیکستان له خاورې فعالیت ونهشي کولی
-
په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخامخ دی
Oct 25, 2025 03:39د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او فقر روان کړکېچ چټکې څپې ته په اشارې وايي، دا مهال په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخ دی.
-
د افغانستان حکومت ژمن دی چې له ټولو هیوادونو سره د متقابلو اړیکو پراساس تعامل وکړي
Oct 23, 2025 09:06د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې د دغه وزارت د مالیې او ادارې چارو مرستیال ډاکټر محمد نعیم او د افغانستان د چارو لپاره د چین د ځانګړي استازي یو شیاویونګ ترمنځ د لیدنې او خبرو اترو خبر ورکړل شوی دی.
-
د افغانستان دفاع وزارت، د دوحې د اوربند په موافقه کې هیڅ پټ ټکی نه شته
Oct 23, 2025 03:59د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې له پاکستان سره د اوربند په وروستۍ هوکړه کې له هغو مواردو پرته چې د خلکو لپاره خپاره شوي، نور هېڅ پټ یا محرم مواد نه شته.