-
ننګرهار کې به په نږدې راتلونکې کې د ایران او افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهانو ګډه ناسته ترسره شي
May 15, 2026 05:01په جلال اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول مجید رضا پناه د ننګرهار ولایت اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد سره په ګډه ناسته کې وویل، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو کارپوهانو او متخصصینو یوه ستره ډله به ننګرهار ولایت ته سفر وکړي او د ختیځو ولایتونو له سوداګرو او اقتصادي چارو له کارپوهانو سره ګډه ناسته ترسره کړي.
-
د افغانستان او ايران ترمنځ د برېښنا انرژۍ د ګډو همکاريو پر پراختيا ټينګار وشو
May 15, 2026 04:51د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت عمومي اجرائيوي رئيس ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ايران له سفير عليرضا بيکدلي سره کتلي او د برېښنا انرژۍ، پانګونې او د ګډو همکاريو د پراختيا په اړه يې خبرې کړې دي.
-
د اروپا استازې خبرداری: بېوزله افغانستان د ورګرځيدلو کډوالو د منلو توان نه لري
May 13, 2026 14:01د اروپائي پارلیمان استازې هنا نویمن خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو ویستل به بېوزلي او افراط پالنه نوره هم زیاته کړي.
-
طالبانو د افغانستان له خاورې د بنو د برید د پلان په اړه د پاکستان ادعا رد کړه
May 13, 2026 05:29د طالبانو یو ویاند ویلي دي چې د پاکستان دا ادعا دروغ ده چې ګني د وروستیو ځانمرګو عملیاتو پلان د افغانستان په خاوره کښې جوړ شوی دی.
-
افغانستان او چین د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
May 12, 2026 15:03افغانستان هڅه کوي له سیمهییزو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.
-
یونیسف: روان کال کې به نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري
May 12, 2026 12:15د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې به په روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د هېواد نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.
-
نورستان کې ورستیو ورښتونو او ږلۍ ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي
May 12, 2026 11:54د نورستان والي ویاند فریدون صمیم وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د دې ولایت په ختیزځ کامدیش ولسوالۍ کې سختو ورښتنو او ږلۍ له امله ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
-
د پاکستان چارواکي وائي، د بنو برید پلانونکي په افغانستان کې دي
May 12, 2026 05:47د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې لومړني شواهد ښئي، په بنو کې د خونړي برید پلانونکي د افغانستان په خاوره کې شتون لري.
-
د افغانستان طالبان باید د سولې د هوکړې په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي
May 10, 2026 14:28زمونږ خبریال راپور راکړی د فغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، طالبان باید د کونړ او باجوړ، او همدارنګه د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ د سولې د هوکړو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.
-
په افغانستان کښې ګڼ شمیر ماشومان له ناوړه خواړو سره مخ دي
May 10, 2026 14:19زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي، چې په افغانستان کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته درې اتیا سلنه ماشومان په هغو کورنیو کې ژوند کوي چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.