-
په کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) دویم ستر نړیوال نندارتون د ګڼو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو
Jul 16, 2023 13:46په دغو مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې دامهال په ټول هېواد کې پانګونې او د کانونو را ایستلو ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې. نور حال زموږ د خبریال په راپور کې واورئ
-
په ننګرهارکې د جنایي جرمونو په تور ۱۷ تنه ونیول شول
Jul 17, 2023 03:18چارواکي وايي چې په نیول شويو کسانو کې د قیمتي ډبرو قاچاقچیان او وسله وال غله هم شامل دي.
-
د افغانستان په میدان وردګو ولايت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو د ۱۸ پروژو کار پیل شوی
Jul 16, 2023 12:49د افغانستان د میدان وردګو ولايت د کلیو او بیارغونې ریاست تر څار لاندې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ په مرکز میدان ښار سربېره په جلريز، نرخ، سید آباد، جغتو او چک ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو په برخه کې د ١٨ بېلابېلو پروژو کار پیل شوی دی. نور تفصیل زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ.
-
افغانستان د ټاپي پروژې پلې کولو ته بشپړ چمتووالی لري
Jul 17, 2023 01:14د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغانستان د ټاپي پروژې عملي کولو ته چمتو دی او تمه ده چې درې واړه هېوادونه په ګډه عمل وکړي.
-
په ماین چاودنو کې ۲۷۲کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jul 17, 2023 01:02د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه د ناچاودو توکو د چاودنو له امله، ۱۳۴ پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
اهل تشیع زموږ وروڼه دي او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړو چې زموږ ترمنځ بې اتفاقي رامنځه کړي
Jul 16, 2023 13:18د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني په دغه ولایت کې له شیعه علماوو او مخورو سره وکتل.
-
د هېواد د اقتصادي ننګونو مهارول د صرافانو او شرکتونو په ګډې همکارۍ پورې تړلي دي
Jul 16, 2023 12:57د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر پرون په سپیدار ماڼۍ کې د صرافانو ټولنې له پخواني مشر او د صرافانو له یوشمېر استازو سره وليدل.
-
طالبانو په کابل کښې د داعش په مرکز برید کړی
Jul 16, 2023 09:25د طالبانو امنیتي ځواکونو د کابل ولایت په بګرامي سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځاې حمله وکړه.
-
طالبان په محرم میاشت کښې امنیت تامینوي
Jul 16, 2023 08:50اوا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د بلخ ولایت ځايي چارواکو د محرم د سپیڅلي میاشتې د ماتم د مراسمو د امنیت د تامینولو لپاره د غږملتیا د غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ.
-
روسیې طالبانو ته په غونډې کښې د ګډون بلنه ورکړه
Jul 16, 2023 08:40تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د روسیې سفیر د ماسکو د فورمیټ په راتلونکي غونډې کښې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه.