په ماین چاودنو کې ۲۷۲کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135792-په_ماین_چاودنو_کې_۲۷۲کسانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه د ناچاودو توکو د چاودنو له امله، ۱۳۴ پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-07-16T20:34:16+00:00 )
Jul 17, 2023 01:02 Asia/Kabul
  • په ماین چاودنو کې ۲۷۲کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه د ناچاودو توکو د چاودنو له امله، ۱۳۴ پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ او انسجام مشر نورالدین رستم خېل ویلي چې په یادو کسانو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

د هغه په خبره، د قربانیانو ډېره برخه ماشومان دي چې شمېر یې ۱۸۰ تنو ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، اوس مهال په ټول افغانستان کې ۱۲۰۰ کیلومټره ساحه شکمنه ده، چې دوی یې د پاکولو هڅه کوي.

رستم خېل د خپلو خبرو په دوام کې ویلي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د افغانستان ټوله خاوره تصفیه او له بمونو څخه پاکه شي.

دا مهال په هېواد کې د ماین پاکۍ ۲۷۶ کاري ټیمونه فعالیت کوي.