روسیې طالبانو ته په غونډې کښې د ګډون بلنه ورکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د روسیې سفیر د ماسکو د فورمیټ په راتلونکي غونډې کښې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال «ضیا احمد تکل» په ټویټر پاڼې کښې ولیکل د کابل د حکومت له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په افغانستان کښې د روسیې د سفیر دیمیتري ژیرنوف په کتنه کښې د ماسکو سفیر د ماسکو د فورمیټ په راتلونکي غونډې کښې د ګډون لپاره افغانستان ته بلنه ورکړي ده.
د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په دغه کتنې کښې وویل د ماسکو د فورمیټ غونډه په سیمه کښې د غږملتیا د رامینځته کولو په لړ کښې مهم رول لري.
د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي هیله وکړه طالبان او ماسکو به د ډيپلوماټیکو اړیکو په چوکاټ کښې له دغه غونډې څخه مناسبه استفاده وکړي.
روسیې په داسې حال کسې د ماسکو د فورمیټ په غونډې کښې طالبانو ته د ګډون کولو بلنه ورکړي ده چې تراوسه د دغه غونډې د ترسره کیدا وخت معلوم نه دی.