افغانستان د ټاپي پروژې پلې کولو ته بشپړ چمتووالی لري
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغانستان د ټاپي پروژې عملي کولو ته چمتو دی او تمه ده چې درې واړه هېوادونه په ګډه عمل وکړي.
د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، ذبيح الله مجاهد ویلي، چې حکومت د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره زياتې هلې ځلې کوي او دا مهال٥ زره تنه د قوش تيپې پروژه کې او دغه راز ۱۵۰ زره کسان د هېواد په کانونو کې په کار بوخت دي.
مجاهد د ټاپي پروژې په يادونه سره ویلي، چې افغانستان د دې پروژې پلې کولو ته چمتو دى، خو د ټاپي پروژې د پلې کېدو لپاره بايد نور هېوادونه هم په دې برخه کې اقدام وکړي.
نوموړي ویلي، چې د ټاپي پروژې په پرانیستلو سره به په دې برخه کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
مجاهد زیاته کړې، چې حکومت هڅه کوي چې د لویو پروژو په پلې کولو سره ستونزې هوارې او خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي.