-
د افغانستان په غزني ولایت کې یو شمېر سوداګریز مارکیټونو بیارغول شوي. بشپړ معلومات زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 09, 2023 07:45د ښاري ښکلا او نظم لپاره د غزني ولایت د ښاوالۍ ریاست په غوښتنه د شخصي سوداګریزو مارکیټونو د څښتنانو له خوا څخه خپلو سوداګریزو مارکیټونو ته د ښاروالۍ له خوا ټاکلی رنګ ورکول شو.
-
د طالبانو په حکومت کې تر ۵۰۰ زیاتې ښځې بندیانې شوې، نور حال زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 09, 2023 07:38د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي، چې اوسمهال د دې هېواد په ټولو زندانونو کې له ۱۷ زرو ډېر کسان بندیان دي، چې له دې ډلې یې څه باندې ۵۰۰ ښځینه دي.
-
په افغانستان کې اقتصادي ناورین د بهرنیانو تبلیغات دي
Jul 09, 2023 11:26نوموړي کابل ته د افغان حاجیانو د راستنیدو په مناسبت مراسمو ته ویلي: په افغانستان کې اقتصادي ناورین تبلیغات دي. له دې مخکې د افغانستان اقتصاد د نشهيي توکو پر سوداګرۍ، فساد او جنګي اقتصاد پورې تړلی و.
-
افغانستان د کرېکټ په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه
Jul 09, 2023 10:31د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پرون (شنبه، ۱۷ د چنګاښ) د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې ته د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې د ۱۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
-
څه کم ۶۰۰ پخواني افغان چارواکي خپل وطن ته ستانه شوي دي
Jul 09, 2023 03:11د طالبانو د تماس کمیشن وویل چې تراوسه د کابل د تیر حکومت ۵۸۱ چارواکي افغانستان ته ستانه شوي دي او د خپل هیواد په خدمت لګیا شوي دي.
-
افغانستان کې د طالبانو د واکمنی پر مهال ۵۰۰ ښځې بندیان شوي+ راپور
Jul 08, 2023 13:58د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي، اوسمهال ددې هېواد په ټولو زندانونو کې له ۱۷ زرو ډېر کسان بندیان دي چې له دې ډلې یې څه باندې ۵۰۰ ښځینه دي.
-
کونړ کې په تېرو ۴ میاشتو کې د پاسپورتونو د وېش له درکه څه باندې ۹ میلیونه عواید ترلاسه شوي، نور حال زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 08, 2023 02:00د چارواکو په وینا، د پخوا په پرتله خلکو ته د پاسپورت په وېش کې ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته شوي دي.
-
کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر سولې او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې
Jul 08, 2023 02:10د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره د نجونو او ښځو د زده کړو او کار ترڅنګ، په افغانستان کې پر دایمي سولې او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې دي.
-
تېرکال ۶ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده
Jul 08, 2023 01:24د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست چارواکي وایي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې افغانستان ته ۶زره بهرني سيلانيان راغلي وو، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده.
-
کندوز کې د یوې میاشتې پرمهال څه باندې ۵ زره کسان پر ساري ناروغیو اخته شوي
Jul 08, 2023 01:13د افغانستان د کندوز ولایت د ساري ناروغیو او کوویډ۱۹- پنځوس بستریز روغتون سرطبیب قیامالدین ساپی وايي چې د تودوخې زیاتېدو له امله یې تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵۰۰۰ ناروغان بستر کړي دي.