په افغانستان کې اقتصادي ناورین د بهرنیانو تبلیغات دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135496-په_افغانستان_کې_اقتصادي_ناورین_د_بهرنیانو_تبلیغات_دي
نوموړي کابل ته د افغان حاجیانو د راستنیدو په مناسبت مراسمو ته ویلي: په افغانستان کې اقتصادي ناورین تبلیغات دي. له دې مخکې د افغانستان اقتصاد د نشه‌يي توکو پر سوداګرۍ، فساد او جنګي اقتصاد پورې تړلی و.
(last modified 2023-07-09T06:58:56+00:00 )
Jul 09, 2023 11:26 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې اقتصادي ناورین د بهرنیانو تبلیغات دي

نوموړي کابل ته د افغان حاجیانو د راستنیدو په مناسبت مراسمو ته ویلي: په افغانستان کې اقتصادي ناورین تبلیغات دي. له دې مخکې د افغانستان اقتصاد د نشه‌يي توکو پر سوداګرۍ، فساد او جنګي اقتصاد پورې تړلی و.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وزیر ملا امیرخان متقي د مخکینیو خبرو په اپوټه  چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله یې له نړیوالو د مرستې غوښتنې کولې، په یوه تازه وینا کې د اقتصادي ناورین پر موجودیت منکر شوی.

نوموړي کابل ته د افغان حاجیانو د راستنیدو په مناسبت مراسمو ته ویلي: په افغانستان  کې اقتصادي ناورین تبلیغات دي. له دې مخکې د افغانستان اقتصاد د نشه‌يي توکو پر سوداګرۍ، فساد او جنګي اقتصاد پورې تړلی و.

ملا متقي دا هم ویلي، چې د دوی د رژیم تمرکز، په هېواد کې د سترو پراختیايي پروژو پر پلي کېدو دی.

د طالبانو دغه مقام د افغانیو د ارزښت ثبات هم د دوی د رژیم لاسته راوړنه ګڼلې او ویلي، چې افغانستان کې قحطي او کوم اقتصادي ناورین نه دی موجود.

 دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې طالبان له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو د نقدي اونیزو کڅوړو د ور رسیدو خبر هم نه رسنیز کوي