-
د کونړ د ځنګلونو سوزول کیدو ځایي خلک غوسه کړي دي
Jun 26, 2023 02:25دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ لپاره د طالبانو ځايي چارواکو په پېچ درې ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له کبله د لسګونه جريبه ځنګله د سوځېدو خبر ورکړی دی.
-
د انجوڼو په زده کړې باندې د بندیز لپاره د طالبانو توجیهات
Jun 25, 2023 14:22د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان په درسي کتابونو کې د اصلاحاتو د راوستلو ضرورت تر شپږمې ټولګۍ پورته د انجوڼو په زده کړو د بندیز او د هغوی د ښوونځیو د بندېدو لامل وباله. مجاهد وویل: مخکنی تعلیمي نصاب له غربي هیوادونو راغلی وو او په افغان ولس ورتپل شوی وو.
-
له ترکیې څخه د افغان کډوالو ایستل کېدا
Jun 25, 2023 13:15د ترکیې دولت د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په دوام کې ۲۲۹ افغان کډوال یې له دغه هیواده وایستل.
-
ننگرهار کي د اختر په مناسبت ځآنګړې امنیتي تدابیرو سپارښتنه شوې
Jun 26, 2023 07:33دننګرهارپوځې شورا دلوی اختر په ورځو کې د دامنیت د ټینګښت په موخه د ځانګړو تدابیرو د نیولو سپارښتنه وکړه
-
طالبان وايي چې له نړۍ سره مثبتې اړیکې او تعامل غواړي
Jun 25, 2023 02:27طالبان: د متقابل احترام په فضا کښې له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کښې یوو
-
ننګرهارکې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تر څلور سوه زیات پولیس فارغ او پر دندو وګومارل شول
Jun 25, 2023 07:57چارواکي وایي دا روزل شوي پولیس دختیزو څلورو ولایتونو له امنیه قوماندانیو دروزنې په موخه دې روزنیز مرکز ته ورپیژندل شوي وو
-
ننګرهار کې پر نشه یی توکو د روږدو ۱۷۱ تنو درملنه وشوه
Jun 25, 2023 07:47یوسلو اویا تنه پر نشه روږدي په ننګرهارکې دروږدوکسانوددرملنې په مرکز کې تر رغیدو وروسته وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
-
جرمني د افغانانو د بیولو کار دوباره پیلوي
Jun 25, 2023 02:22د جرمني خبري سرچینو وویل چې دغه هیواد به په افغانستان کښې د جرمني لپاره د ځايي کارکوونکو او له خطر سره د مخامخ کسانو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر، د جون له ۲۶ نیټې څخه دوباره پیل کړي.
-
سږکال دیرش زره افغانان د حج د ادا کولو لپاره عربستان ته تللي
Jun 24, 2023 12:45له دې مخکې د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد پخپل ټولنیز پيغام کې لیکلي وو،د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په ټولو برخو کې د افغانستان حاجیانو ته ښه امکانات برابر کړي دي.
-
د افغانستان په خوست کې کابو ۱۳زره هلکان او انجونې له زده کړې پاتې دي
Jun 24, 2023 12:41طالبانو ډله په افغانستان کې بیرته واک ته له رسیدا وخت راهسې د نړیوال رواوالي د ترلاسه کولو هڅه کوي ، خو تر دد دمه بریالۍ شوي نه ده . له طالبانو د نړیوالې ټولنې ترټولو مهمه غوښته دټولشموله حکومت جوړیدا،د میرمنو دکار دحق او د انجونو د زده کړې د حق دپيژندنې پشمول د ښاریزو حقوقو ته د احترام کول دي.