طالبان وايي چې له نړۍ سره مثبتې اړیکې او تعامل غواړي
طالبان: د متقابل احترام په فضا کښې له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کښې یوو
د طالبانو سرپرست رئیس الوزرا د ملګرو ملتو د جګ پوړي استازي په کتنه کښې وویل: مونږ د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي د خبرپاڼې د څینو برخو چې په افغانستان کښې یې په مثبتو بدلونونو اعتراف وکړ، هرکلی کوو او د متقابل احترام په فضا کښې له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کښې یوو.
د طالبانو سرپرست وزیراعظم مولوي عبدالکبیر د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د خپلواکه مفتش او ځانګړي غږملوونکي سره په کتنه کښې وویل: د امنیت او له فساد او نشه ایزو موادو سره په مبارزه کښې د پام وړ پرمختګ شوی دی چې ټولې نړۍ یې هرکلی کړی او دا فعالیتونه له نزدې څخه څاري.
عبدالکبیر زیاته کړه: افغانستان د ملګرو ملتو له وړومبنیو فعالو غړو څخه دی او د دغه سازمان د جوړیدو په دویم کال یې غړی شوی دی او غواړو چې خپلو ګټو ته په پام سره، په راتلونکي کښې هم د ملګرو ملتو فعال او ژمن غړي پاتې شو.
د طالبانو رییس الوزرا ټینګار وکړ: مونږ د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي د خبرپاڼې د څینو برخو چې په افغانستان کښې یې په مثبتو بدلونونو اعتراف وکړ، هرکلی کوو او د متقابل احترام په فضا کښې له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کښې یوو.
هغه څرګنده کړه:د طالبانو حکومت په نړیوالو سیالیو او سیاستونو کښې بې پلوه دریځ لري او هیڅکله به د یو لوري د رضایت د جلبولو لپاره د بل خلاف دریځ غوره نه کړي.
د طالبانو دغه جګ پوړي چارواکي په پاې کښې وویل: په افغانستان کښې امنیت تامین شوی، د نشه ایزو موادو تولید او قاچاق بند شوی، د جنايي جرمونو، غصب او اداري فساد مخه نیول شوې او افغانان په افغانستان کښې په بشپړ ډاډ او اطمینان سره ژوند تیروي.