له ترکیې څخه د افغان کډوالو ایستل کېدا
د ترکیې دولت د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په دوام کې ۲۲۹ افغان کډوال یې له دغه هیواده وایستل.
د تېرو څلورو لسیزو کې د جنګ او نیواک د امله، د اته میلیونو زیات افغانان کډوال شوي دي چي نیمایي ایران او پاکستان ته پناه وړې ده.
ترکي رسنیو اعلان وکړ چي د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په دوام کې ۲۲۹ افغانان چي د دې هیواد په مختلفو ښارونو کې میشت د پولیسو له خوا نیول شوي او خپل هیواد ته استول شوي دي.
د اناتولي له راپور سره سم، دغه کډوال ټوله په غیرقانوني توګه ترکیې کې میشت شوي وه.
د اردوغان حکومت په تېر میلادي کال کې هم له ۵۷ زره زیات افغان کډوال یې له ترکیې څخه ایستلی وو. افغان کډوال له ترکیې څخه اروپا ته د تلو هڅه کوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له واکمنېدو سره، د هغو افغان کډوالو شمېر زیات شوی چي ترکیې ته پناه وړې ده.