-
د افغانستان بانک وایي، له بهرنیو شرکتونو سره یې د نویو نوټونو د چاپ هوکړه کړې
Jun 13, 2023 12:04د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک رئیس هدایت الله بدري د دغه ډلې رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د نویو بانکنوټونو د چاپ لپاره له بهرنیو شرکتونو سره د مرکزي بانک د هوکړي خبر ورکړ.
-
د افغانستان بغلان ولایت کې ۳۷ لرغونې اثار کشف شوي
Jun 13, 2023 12:02د طالبانو حکومت د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالفتاح رحیمی وایي، دغه لرغونې اثار یې د خوست په ولسوالیو کې کشف کړي دي.
-
د شمالي ولایتونو ته د وزیرستاني کډوالو د لیږد پرېکړه د افغانستان او پاکستان د ګډو ګټو پر بنسټ شوې
Jun 13, 2023 10:31وروسته له هغه چې د افغانستان شمالي ولايتونو ته د وزيرستاني کډوالو د لېږدولو موضوع غبرګونونه راوپارول، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې دغه پرېکړه د افغانستان او پاکستان د مشترکو ګټو پر بنسټ شوې ده.
-
افغان ماشومان لاهم وژل کیږي
Jun 13, 2023 04:21د افغانستان په مرکز غور ولایت کښې د جنګ له دورانه د پاتې هاوان مرمۍ د ډزیدو له امله درې ماشومان مړه او ژوبل شوي دي
-
نورستان کې وروستیو ورښتونو او سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي
Jun 13, 2023 03:59ځایي چارواکي وایي دهوا پیژندنې ادارې د اټکل له مخې لا هم په دې ولایت کې د نورو اورښتونو او سیلابونو راوتلو ویره موجوده ده.
-
لوګر کښې د نري رنځ ناروغان ډیر شوي دي
Jun 13, 2023 01:42د لوګر ځايي چاروکو وویل چې په دې ولایت کښې په نري رنځ د اخته کسانو شمیر په تیر کال کښې زیات شوی دی.
-
د افغانستان په کانونو کښې د ماشومانو په کار بندیز ولګیده
Jun 13, 2023 01:32د افغانستان د کانونو د وزارت لپاره د طالبانو واکمنانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به ماشومانو ته په کانونو کې د کار کولو اجازه ورنه کړي.
-
ایران کې سل افغان بندیان افغانستان ته سپارل شوي
Jun 12, 2023 12:49ایراني چارواکي وایي، د ایران او طالبانو حکومت د هوکړې له مخې د دغه هېواد په بندخونو کې ۱۰۱ افغان بندیان یې د طالبانو سرپرست حکومت چارواکو ته سپارلي، ترڅو د بند پاتې موده هلته تیره کړي.
-
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو اټکل
Jun 12, 2023 14:03د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده.
-
په سیمه او افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونو زیاتېدو ادعا ته د طالبانو غبرګون
Jun 12, 2023 10:43د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي او القاعده ډله د خپلو عملیاتي ځواکونو د پیاوړتیا په حال کې ده، خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ناسمې او بېبنسټه بللي دي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه راپور، له حقیقت لېرې، یو اړخیز، مغرضانه او د افغانستان له خلکو سره څرګنده دښمني ده.