افغان ماشومان لاهم  وژل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134336-افغان_ماشومان_لاهم_وژل_کیږي
د افغانستان په مرکز غور ولایت کښې د جنګ له دورانه د پاتې هاوان مرمۍ د ډزیدو له امله درې ماشومان مړه او ژوبل شوي دي
(last modified 2023-06-12T23:54:49+00:00 )
Jun 13, 2023 04:21 Asia/Kabul
  • افغان ماشومان لاهم  وژل کیږي

د افغانستان په مرکز غور ولایت کښې د جنګ له دورانه د پاتې هاوان مرمۍ د ډزیدو له امله درې ماشومان مړه او ژوبل شوي دي

د افغانستان په مرکز غور ولایت کښې د جنګ له دورانه د پاتې هاوان مرمۍ د ډزیدو له امله درې ماشومان مړه او ژوبل شوي دي

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د غور ولایت د امنیتي قومندانۍ ویاند «عبدالرحمان بدری » پرون وویل چې د هاوان دغه مرمۍ د جنګ په پړاوه پاتې وه او د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ولسوالۍ کښې وچاودله چې له امله یې یو ماشوم مړ شوی او دوه نور زخمي شول.

هغه زیاته کړه: دا چاودنه هغه وخت رامینځته شوه چې ماشومانو په دغې مرمۍ لوبې کولې.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د احصائیو له مخې، په ۲۰۲۲ میلادي کال کښې په افغانستان کښې کابو زر کسان د ماینونو او د ناچاودو موادو د چاودنې له امله مړه او ژوبل شوي دي چې نهه فیصده په کښې ملکي وګړي او ۵۶ فیصده ماشومان وو.