-
مزارشریف کې د ایران د وروستۍ جګړې د قربانیانو په یاد د عکسونو نندارتون پرانیستل شو + غږیز راپور
Aug 19, 2026 13:39مزارشریف ـ د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا په دوام، په مزارشریف کې د ایران د وروستۍ جګړې د قربانیانو او د شهید رهبر د جنازې او خاورو ته سپارلو له څلوېښتمې ورځې سره هممهاله، د جګړې د پایلو د تاریخي حافظې د ثبت په موخه د عکسونو نندارتون پرانیستل شوی دی.
-
د زمري ۲۸مه؛ د افغانانو د خپلواکۍ ګټلو د ۱۰۷مې کالیزې ویاړلې ورځ + غږیز راپور
Aug 19, 2026 13:32جلالاباد – د زمري ۲۸مه افغانستان له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو له تاریخي ورځې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې افغانانو د غازي امانالله خان په مشرۍ له بریتانیا څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ.
-
د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی
Aug 19, 2026 06:40د پاکستان په اسلاماباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست، د سیمې او نړۍ لپاره د افغانستان د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل: یو امن او باثباته افغانستان د جیوپولیټیکو سیالیو د ډګر پر ځای، د سیمهییزې نښلونې او د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر یوه پله بدلیدلی شي.
-
د کابل د دشت برچي په سیمه کې چاودنې ۵۲ تنه ټپیان کړي
Aug 18, 2026 15:47د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د شمع هدایت په نوم په یوه خصوصي ښوونځي کې د لاسي بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۲ تنه ټپیان شوي دي.
-
د افغانستان او ایران د ګډې خونې په مشرۍ ۳۰ کسیز پلاوی تهران ته راغې
Aug 18, 2026 14:42د افغانستان د خصوصي سکتور يو ۳۰ کسیز پلاوی، د افغانستان او ایران د ګډې خونې د مشر کمالالدین توحید په مشرۍ، د نړیوال ساختماني صنعت په نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته راغلی دی. د دغه پلاوي په ترکیب کې یو شمېر افغان سوداګر او د خصوصي سکتور استازي شامل دي.
-
د امنیتي تړون سازمان: د افغانستان ـ تاجکستان پولې بېثباتي سیمه ګواښي
Aug 18, 2026 06:36پارس تودی-د ډلهییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعتبیک ماسادیکوف ویلي، د افغانستان په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې دوامداره ناامني د مرکزي اسیا د غړو هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښ دی.
-
په کابل کې په دشت برچې کې د ماشومانو په ښوونځی باندې برید درانه مرګژوبله اړولې
Aug 18, 2026 06:34پارس تودی-پرون ماځیګر د کابل په دشت برچي سیمه کې د شمع دانش په نامه د ماشومانو په یوې ښوونځی باندې په لاسي بم سره برید شوی دی چي د امله یې لسګونو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
مجاهد: پاکستان دې د وسلهوالو ډلو د ملاتړ پر ځای خپلې امنیتي ستونزې حل کړي
Aug 18, 2026 06:32په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پاکستان د وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي چې د ګاونډیانو د ملامتولو پر ځای خپلې امنیتي ستونزې حل کړي.
-
جلالاباد کې د پاکو اوبو کمښت؛ د اوبو رسولو نوې شبکه جوړېږي
Aug 17, 2026 16:30د جلالاباد ښار اوسېدونکي لا هم د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي، خو چارواکي وایي، د دې ستونزې د حل لپاره یې د اوبو رسولو د یوې سترې شبکې د جوړولو چارې پیل کړې دي.
-
د ننګرهار مرکزي زندان کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې + غږیز راپور
Aug 17, 2026 15:15د ننګرهار مرکزي زندان کې د طالبانو واک ته د رسېدو د پنځمې کالیزې په مناسبت د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې، چې زندانیانو پکې ښه وځلېدل.