-
ننګرهار کې د ګوزڼ پر ضد اووه ورځنی کمپاین پیل شو + غږیز راپور
Aug 16, 2026 14:09د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو او د ګاونډي کونړ په ۷ ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې ځانګړی واکسیناسیون کمپاین پیل شو.
-
افغانستان د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه وګټل
Aug 16, 2026 13:44رحیمالله نجمي او ذبیحالله احساني د خپلو سیالانو په ماتولو سره د غیږنیونې په نړیوالو سیالیو کې افغانستان ته دوه د برونزو ارزښتناک مډالونه وګټل.
-
راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی شو
Aug 16, 2026 13:33د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې له ځلېدو وروسته د دې لړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
-
افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
Aug 16, 2026 13:29د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سرخاندریا او چین سوداګریزې غونډې په ترڅ کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
-
په تخار کې د چینايي سرو زرو پر یوه شرکت وسلهوالو برید کړی
Aug 16, 2026 13:18په تخار ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت د چاهآب ولسوالۍ د چنارک په سیمه کې وسلهوالو کسانو د سرو زرو پر یوه چینايي شرکت برید کړی دی.
-
ندیم: د اسلامي نظام پر وړاندې مخالفت ناروا دی
Aug 16, 2026 12:52د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د پروان پوهنتون د فراغت په مراسمو کې یو ځل بیا د طالبانو له مشرۍ څخه پر اطاعت ټینګار کړی او د هغه څه پر وړاندې یې مخالفت ناروا بللی چې نوموړي یې اسلامي نظام بولي.
-
رپورټ: کندهار کې دسلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت رغاونیزې پروژې پېل شوې
Aug 15, 2026 14:26چارواکي وایي. دا پروژې د کندهار ښار په هغه سیموکې پېل شوې، چې پخوا ورته پام نه وو شوی.
-
رپورټ/ ننګرهارکې د څرمنې سرطان ناروغۍ پیژندل اسانه شول
Aug 15, 2026 14:18ځایي چارواکي وایي،که اسانتیاوې برابرې شي،دسینې سرطان ناروغۍ پېژندنه هم شونې ده
-
فضلي: د ټولشموله حکومت پایله بې ثباتي ده + غږیزه مرکه
Aug 15, 2026 11:30د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي د «ټولشموله حکومت» له اصطلاح سره مخالفت څرګندوي او وايي، دا اصطلاح شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې په پاکستان کې رامنځته شوې ده.
-
افغانستان نه پوهیږي پاکستان له دغه هیواد څخه څه غواړي؟
Aug 15, 2026 06:38زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، له پرلپسې هڅو سره سره نه دي توانېدلي وپوهېږي، چې پاکستان افغانستان سره له روان کړکېچه څه غواړي. ښاغلی متقي وايي" حالت یو طرفه دې حد ته ورسېد، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی."