-
د بلوچستان اعلي وزیر: په افغانستان مېشت ترهګر د طالبانو له ملاتړه برخمن دي
Sep 26, 2025 09:33د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي ادعا کړې چې په افغانستان کې دېره «ترهګر» د طالبانو په ملاتړ د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.
-
د چین ، ایران، روسیې او د پاکستان خارجه وزیرانو غونډه وکړه
Sep 26, 2025 02:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ، د چین ، د روسیې او د پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په نیویارک کښې د افغانستان په هکله غونډه وکړه.
-
ملګري ملتونه: زلزلهځپلي له ناوړه معیشتي وضعیت سره مخامخ دي
Sep 25, 2025 09:56د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له وروستیو مرګونو زلزلو وروسته ګڼې کورنۍ د ځاني زیان ترڅنګ له ډېرو مالي زیانونو سره مخ شوې دي.
-
اردوغان له طالبانو څخه د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه
Sep 24, 2025 11:20ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په خپلو خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې په واکمنۍ کې دې ټولشموله چلند غوره کړي او د انساني ارزښتونو درناوی دې وکړي.
-
د روغتیانړیوال سازمان: په افغانستان کې د ملاریا پیښې زیاتې شوې دي
Sep 24, 2025 02:28د روغتیا نړیوال سازمان وايي په وروستیو کې په دې هېواد کې د ملاریا ناروغي زیاته شوې ده.
-
یونیسف یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي
Sep 24, 2025 02:21د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو ځل بیا د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
-
چین د افغانستان په خلاف د امریکا د لمسوونکو اقداماتو سره مخالف دی
Sep 23, 2025 11:07په تهران کې د چین سفیر په دې باندې په ټینګار سره چې د افغانستان راتلونکي او برخلیک باید د دې هېواد د خلکو په لاس کې وي، وویل: ځینې هېوادونه د تحریکي اقداماتو او د افغانستان د داخلي ثبات د ګډوډولو په لټه کې دي او موږ د دې مسلې مخالف یوو.
-
د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوه
Sep 23, 2025 10:36د افغانستان او پاکستان تر مینځ د تورخم لاره د پاکستاني فوځیانو له خوا له لنډې مودې بندېدو نه وروسته، بیرته پرانیستل شوه.
-
تورخم لاره د مسافرو د تګ راتګ په مخ بنده شوې
Sep 23, 2025 09:22په افغانستان کې د ننګرهار ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د تورخم دروازه د "نامعلومو دلایلو" له امله د مسافرو پر مخ تړل شوې ده. د وروستي ځل لپاره دغه لار د روان لمریز کال په پسرلي کې تړل شوې وه چې شاوخوا یوه میاشت یې دوام وکړ.
-
هر کال په افغانستان کې تر ۴۰ زره زیات ناروغان د زړه د ناروغیو له امله مري
Sep 23, 2025 02:42د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې هر کال تر ۴۰ زره زیات خلک د زړه او رګونو د ناروغیو له امله مري.