طالبانو د ایران ټرانزټي ګاډو ته ځانګړی معافیت ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171718-طالبانو_د_ایران_ټرانزټي_ګاډو_ته_ځانګړی_معافیت_ورکړ
پارس ټوډی- طالبانو ویلي چې له شنبې ورځې څخه دې بهرني باري موټران ویزې یا پاس ته له اړتیا پرته د اسلام قلا پولې ته راځي او د خپلو بارونو له تشولو وروسته دې بیرته ایران ته ستنیږي.
(last modified 2026-03-28T02:08:41+00:00 )
Mar 28, 2026 06:34 Asia/Kabul
  • طالبانو د ایران ټرانزټي ګاډو ته ځانګړی معافیت ورکړ

پارس ټوډی- طالبانو ویلي چې له شنبې ورځې څخه دې بهرني باري موټران ویزې یا پاس ته له اړتیا پرته د اسلام قلا پولې ته راځي او د خپلو بارونو له تشولو وروسته دې بیرته ایران ته ستنیږي.

پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله خبر ورکړی چې د هرات مطبوعاتي دفتر ویلي چې د اسلام قلا له سرحدي اډې د مولوي اسلام جار د کتنې په دوران کښې، د بهرنیو ټرانزټي لاریو لپاره د ځانګړو اسانتیا د اجرا لپاره د ګمرک چمتووالی وڅیړل شو.

د محمد یوسف سعیدي په وینا، د اسلام قلا پولې ته د هرات د والي مولوي اسلام جار د سفر او د دغه سرحد د مختلفو برخو د کتنې په دوران کښې، د اسلام قلا تر پولې د ایران د ټرانزټي موټرانو لپاره د ویزې یا پاس د لغو کیدو په هکله د اسلامي امارت د کابینې د حکم د عملي کولو په اړه یوه ځانګړې غونډه وشوه.

سعیدي وویل چې په دغې غونډې کښې د شوې پریکړې له مخې ټاکل شوې ده چې د روانې اونۍ له شنبې څخه دا احکام اجرا کیږي.