افغانستان کښې د سیلاب له امله ۱۷ تنه مړه شوي
Mar 30, 2026 14:59 Asia/Kabul
پارس ټوډی- طالبانو وویل چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله ۱۷ کسانو سرونه بایللي دي.
د طالبانو له پیښو سره د مبارزې ملي اداره وايي چې په دغه هیواد کښې په تیر شواروز کښې د سخت باران او د سیلاب راوتو له امله لږترلږه اوولس کسان مړه شوي او ۲۶ نور ژوبل شوي دي.
دغې ادارې په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې یاد کسان په جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب، دایکنډي، غور، بادغیس، هرات، فراه، لغمان، پروان، میدان وردک او لوګر ولایتونو کښې مړه او ژوبل شوي دي.
له پيښو سره د مبارزې په لړ کښې د طالبانو ادارې همداشان ویلي چې سیلابونو او بارانونو په یادو ولایتونو کښې ۱۴۷ کورونه وران او خراب کړي دي.
ټیګونه