د افغانستان د پلازمینې په دوو مهمو بندونو اوبه راواوړیدې
Mar 30, 2026 14:45 Asia/Kabul
پارس ټوډی - طالبانو ویلي چې د کابل دوه مهم ډیمونه له اوبو بیخي ډک شوي دي.
فارس خبري آژانس لیکلي، د افغانستان د انرجۍ او اوبو وزارت وویل چې د کابل په شکر دره کښې د شاه او عروس په نامو دووه بندونه له اوبو ډک شوي دي.
د اوبو او انرجۍ وزارت وايي چې دا پیشه د اوبو د سرچینو به مدیریت کښې د ښه والي یوه نښه ده او په افغانستان کښې به د کرهڼې برخه پیاوړې کړي.
له دې مخکښې ملګرو ملتو ویلي وو چې کابل د نړۍ اولنۍ پلازمینه ده چې د اوبو له کمي سره به مخامخ شي.
ټیګونه