-
افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی
Mar 11, 2023 02:05اوا خبري اژانس وايي د طالبانو د حکومت د مشر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان له ټولو قومونو سره اړونده وباله.
-
د ایټالیا په سمندر کې په ډوبه شوې کښتۍ کې د ۹۱ افغانانو هویت تائید شوی
Mar 10, 2023 12:14په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، دایټالیا په جنوبي ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د ۹۱ تنو افغان کډوالو هویت تائید شوی چې تر دا مهاله یې د ۴۸ افغانانو جسدونه پيژندل شوي دي.
-
د بلخ د والي پر دفتر ځانمرګی برید د افغانستان د بې ثباته کولو په موخه شوی دی
Mar 10, 2023 10:38په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د بلخ ولایت پر دفتر ځانمرګی برید او د مولوي محمد داوود مزمل وژنه په کلکو ټکو وغندله او دا ډول کړنې یې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې يي وبللي.
-
طالبان له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو پراخول غواړي
Mar 10, 2023 01:00فارس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو او د تعامل د پراخولو غوښتنه وکړه.
-
داعش ترهګرې ډلې د هرات د حملې ذمه واري ومنله
Mar 10, 2023 00:22صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی داعش ترهګرې ډلې د هرات ولایت د اوبو ادارې په کارکونکو باندې د برید مسوولیت پرغاړه واخیست.
-
امریکا څخه افغانستان کې د ۷ میلیارده او دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پاتې دي
Mar 09, 2023 09:52د امریکا یوې دولتې ادارې کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي چې امریکا په ۲۰۲۱ کې د ځواکونو له ایستلو وروسته په افغانستان کې د ۷ میلیارده او دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پرې ایښي دي.
-
له اروپایي ټولنې وروسته بریتانیا هم پر ځینو طالب چارواکو بندیزونه ولګول
Mar 09, 2023 09:48د اروپایي ټولنې تر بندیزونو وروسته بریتانیا هم پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالب چارواکو بندیزونه اعلان کړل.
-
په بدخشان کې زلزله شوې
Mar 09, 2023 09:47یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۷ درجې و، نن سهار وختي د افغانستان په بدخشان ولایت کې احساس شوه.
-
د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي
Mar 09, 2023 09:44د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د کب ۲۰مه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
-
په ټول پکتیکا ولایت کې یوازې دوه ښځینه ډاکټرانې فعالیت کوي
Mar 09, 2023 09:43په پکتیکا ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوازې دوه ښځينه ډاکټرانې شته، چې ټولو ناروغانو ته رسېدنه نهشي کولای.