افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129296-افغانستان_د_ټولو_قومونو_ګډ_کور_دی
اوا خبري اژانس وايي د طالبانو د حکومت د مشر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان له ټولو قومونو سره اړونده وباله.
(last modified 2023-03-11T02:46:00+00:00 )
Mar 11, 2023 05:35 Asia/Kabul
  • افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی

اوا خبري اژانس وايي د طالبانو د حکومت د مشر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان له ټولو قومونو سره اړونده وباله.

هغه پرون د طالبانو د حکومت د ښارونو د جوړولو د وزارت له مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني سره په کتنه کښې وویل  افغانستان د ټولو افغان قومونو ګډ کور دی او حکومت له توپیر پرته د ټولو په خدمت کښې دی.

عبدالکبیر ژمنه وکړه د افغانستان د خلکو مشکلات تعیبیږي او حل کیږي.

شیخ مدار علي کریمي بامیاني هم په دغه کتنه کښې د ښارونو د جوړولو د وزارت د چارو او د پروژو په هکله د یوه راپور په وړاندې کولو سره  وویل د ټولو قومونو لپاره د طالبانو د حکومت غیږه خلاصه ده او حکومت د افغانستان د شیعه مسلمانانو ملاتړ کوي.

بل خبر دا چې د  هندوستان لخوا شل زره ډالۍ شوي غنم د ایران له لارې افغانستان ته استول کیږي.

د هندوستان رسنیو پرون وویل د افغانستان له  اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره دغه شل زره ټنه غنم به د خواړو د نړیوال پروګرام په مرستې سره د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته واستول شي او هغه به ضرورتمندو خلکو ته ورکړل شي.