د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129212-د_افغانستان_بانک_راتلونکې_شنبه_۱۵_میلیونه_ډالر_لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د کب ۲۰مه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
(last modified 2023-03-09T05:16:01+00:00 )
Mar 09, 2023 09:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د کب ۲۰مه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د کب ۲۰مه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن پنج‌شنبه د کب ۱۸مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»

د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.