طالبان له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو پراخول غواړي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو او د تعامل د پراخولو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر پرون وویل د باندنیو چارو وزیر امیر خان متقي په قندهار ښار کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې له استازي طارق علي بخیت سره کتنه او خبرې وکړې.
امیر خان د اسلامي ملګرتیا موسسې له استازي سره په کتنه کښې وویل طالبان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو زمینو کښې رغنده تعامل ته د رسیدا لپاره له اسلامي هیوادونو او د اسلامي ملګرتیا موسسې سره د ځانګړي ارتباط غوښتونکي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي زیاته کړه نن سبا په افغانستان کښې ستر فرصت برابر شوی او په ټول هیواد کښې امنیت تامین شوی دی.
هغه هیله وکړه چې اسلامي ملګرتیا موسسه په بیلابیلو زمینو کښې له افغانستان سره مرسته وکړي او له اسلامي نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په پراخولو کښې خپل رول ولوبوي.
په افغانستان کښې د اسلامي ملګرتیا ځانګړي استازي طارق علي بخیت هم په دغه کتنه کښې د افغانستان حالت مثبت وباله او د طالبانو خارجه وزیر متقي ته یې ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کښې به په افغانستان کښې اساسي پروژې اجرا کړي.
امریکا د افغانستان پرضد بندیزونه لګولي او د دغه هیواد څو میلیارډه ډالره یې کنګل کړي دي چې دغه چاره د افغانستان د حالاتو د کړکیچن کیدا سبب شوي ده