-
کابل ښار کې د ماين چاودنه شوي او دوه کسان یې ژوبل کړي
Feb 04, 2023 23:50زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د پلازمینې د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ وايي،بیګا ماښام شاوخوا ۶ بجې د کابل ښار دوهمې حوزې اړوند پښتونستان واټ ته څېرمه د عامه خلکو پر یوه هایلیکس موټر پسې نښلول شوي چسپکي ماین چاودنه شوي چې له امله یې دوه تنه عام وګړي سطحي ټپیان شوي.
-
د طالبانو له واکمنیدا وروسته موهم له افغانستان سره ۸میلیارډ ډالری مرستې کړي
Feb 04, 2023 10:03له افغانستان سره داته میلیارډ ډالري مرستو په باب ددغه امریکائي اورګان ادعا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱کال په اګست کې په افغانستان کې دطالبانو قدرت ته له بیرته رسیدا وروروسته تر دې دمه امریکا د افغانستان دخلکو کابو لس میلیارډډالری شتمنۍ په کنګل اومصادره کولو سره، په دغه هیواد کې د بې وځلۍ او لوږې په زیاتولو کې ترټولو مهم رول لوبولی دی.
-
په خوست کې د څښاک اوبو رسولو څلور شبکې جوړې شوې
Feb 04, 2023 13:02په خوست کې د څښاک اوبو رسولو څلور شبکې جوړې شوې
-
په افغانستان کې د ایران مرستیال سفیر د حامدکرزي سره ولیدل
Feb 04, 2023 13:01په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د شنبې په ورځ د یاد هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د هغه په دفتر کې ولیدل.
-
نیکولسن: د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو ته ندي حاضر
Feb 04, 2023 12:43د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وایي، دوی د افغانستان خلک یواځې نه پریږي، خو لا حاضر ندي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وبېژني.
-
د یونېسف نوی مشر: افغانستان د نړۍ په کچه له ستر انساني ناورین سره مخ دی
Feb 04, 2023 11:51د افغانستان لپاره د یونېسف نوی مشر فران ایکویزا چې تېره ورځ یې خپله رسمي دنده پیل کړې، وایي، چې افغانستان د نړۍ په کچه له ستر انساني ناورین سره مخ دی او په دې برخه کې د یونېسف ماموریت د اهمیت وړ بللی.
-
بدخشان کې د شیعه او سني مسلمانانو پر ودونو د بندیز اوازې رد شوې
Feb 04, 2023 11:15بدخشان کې د شیعه او سني مسلمانانو پر ودونو د بندیز اوازې رد شوې
-
په بلخ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي
Feb 04, 2023 10:48د افغانستان په بلخ ولایت کې تېره شپه د یوې کورنۍ اووه غړي چې په کې ماشومان او میرمنې هم شاملي دي، په مرموز ډول وژل شوي.
-
په افغانستان کې روان ژمی یواځې د سړې هوا او ګازنیونې له امله ۱۷۵ تنه مړه شوي
Feb 04, 2023 09:47په افغانستان کې د سرې میاشتې دفتر ویلي چې په روان ژمې کې تر دا مهاله د سړې هوا او ګاز نیونې پېښو کې ۱۷۵ تنه مړه شوي.
-
امریکا د طالب چارواکو لپاره د ویزو په ورکولو نوي بندیزونه ولګول
Feb 04, 2023 01:45د افغان رسندویو له راپور سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د غیر دولتي امنیتي سازمانونو او ډلو ځینو غړو ته د ویزو په ورکولو نوي بندیزونه هم شامل دي.