نیکولسن: د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو ته ندي حاضر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127364-نیکولسن_د_طالبانو_حکومت_په_رسمیت_پېژندلو_ته_ندي_حاضر
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وایي، دوی د افغانستان خلک یواځې نه پریږي، خو لا حاضر ندي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وبېژني.
(last modified 2023-02-04T08:14:25+00:00 )
Feb 04, 2023 12:43 Asia/Kabul
  • نیکولسن: د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو ته ندي حاضر

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وایي، دوی د افغانستان خلک یواځې نه پریږي، خو لا حاضر ندي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وبېژني.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وایي، دوی د افغانستان خلک یواځې نه پریږي، خو لا حاضر ندي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وبېژني.

هغه په افغانستان کې په ټولشموله حکومت، د افغانانو د حقونو او بیان پر ازادۍ ټینګار کړی، همدا راز یې اندېښنه ښودلې چې په میرمنو د کار بندیدو له امله به اړمنې میرمنې او ماشومان سخت زیانمن شي.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي، چې په افغانستان کې طالبان د خپلو ژمنو څخه په سرغړونې سره ځانونه نور هم منزوي کوي او د طالبانو دا کړنې به غبرګونونه ولري.

د نوموړي په وینا طالبان په افغانستان کې مشروعیت، مالي مرستې، پانګونه او له نړیوالې ټولنې سره یوځای کېدل غواړي، خو د کربي په وینا دوی د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.