په بلخ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي
Feb 04, 2023 10:48 Asia/Kabul
د افغانستان په بلخ ولایت کې تېره شپه د یوې کورنۍ اووه غړي چې په کې ماشومان او میرمنې هم شاملي دي، په مرموز ډول وژل شوي.
د افغانستان په بلخ ولایت کې تېره شپه د یوې کورنۍ اووه غړي چې په کې ماشومان او میرمنې هم شاملي دي، په مرموز ډول وژل شوي.
په یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري وایي، یاده پېښه د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په جرقعله سیمه کې شوې، خو عاملین د سیمې څخه په تېښته بریالي شوي.
مسؤلینو د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل ندی روښانه کړی.
ټیګونه