-
ننګرهارکې لسګونه روږدې کسان راټول او د درملنې په موخه کابل ته واستول شول
Aug 19, 2025 10:12پارس ټوډې - د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې ادارې کارکوونکو د جلال اباد ښار له بیلابیلو سیموڅخه ۱۱۲ تنه پر نشه یي روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه په پلازمینه کابل کې امید روغتون ته واستول.
-
د افغانستان او پاکستان پر تحولاتو یوه کتنه په تیرې اونۍ کې
Aug 19, 2025 09:15د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي ویب پاڼې درنو او محترمو اورېدونکو ښه او نیکمرغه ژوند ولرئ،دوستانود خپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونئ کې، د افغانستان او پاکستان د بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت یوو؛ په دغه ننني مطلب کې په پیل کې ددواړو هیوادونو د تیرې اونئ ځینو مهمو پيښو ته یوه لنډه شان کتنه کوو او بیا مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته ،نو هیله ده د استفادې وړ م و وګرځي.
-
د افغان حکومت بهر اوسیدونکی مخالفان کوم جدي ګواښ نه دی
Aug 18, 2025 10:41د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اعلان کړی چې اوس مهال د افغانستان د طالبانو حکومت په پياوړي موقعيت کې دی او له افغانستانه بهر مخالفين ئې د دغې ډلې لپاره جدي ګواښ نه شمیرل کېږي.
-
د اسد میاشتې ۲۸،د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت عمومی رخصتي اعلان شوه
Aug 18, 2025 09:58د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان وکړ چې د اسد ۲۸ به د هیواد د خپلواکۍ د بیا رغونې د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت عمومی رخصتي وي.
-
د نجونو پر زده کړو د محدودیت ختمولو لپاره شرعي جواز ته اړتیا ده
Aug 18, 2025 03:52په داسې حال کې چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیت لا هم په خپل ځای دی، د طالبانو حکومت ویاند وايي، په دې مسله لا هم کار روان دی تر څو کره شرعي جواز ترلاسه شي.
-
افغانستان او ازبکستان د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا تړونونه لاسلیک کړل
Aug 18, 2025 03:39د افغانستان د برښنا شرکت له دوو ازبکستاني شرکتونو سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا لېږد د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
-
د افغان سرې میاشتې ټولنه د راستنېدونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ
Aug 18, 2025 02:59د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دې ټولنې عمومي رییس د نړیوال فدراسیون د آسیا-پاسیفیک سیمې له مشر او په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر سره په یوه آنلاین غونډه کې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ.
-
په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه بېبنسټه دي
Aug 17, 2025 02:39د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون تورونه رد کړل او ټینګار ئې وکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې د تړون له مخې خپلو وعدو ته ژمن دی او افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
-
د افغانستان طالب ځواکونو پر داعشي ترهه ګر بریدونه وکړل
Aug 15, 2025 10:18د افغانستان د ننګرهار ولایت ځاي چارواکو نن سهار وختی وئيلي دي، د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په درهنور ولسوالۍ کې د داعش خراسان څانګې د یوه پټنځای په معلومولو سره ورباندې برید کړی.
-
طالبانو د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره
Aug 14, 2025 10:48طالبانو د هرات د پاشدان د اوبو بند، چې کار یې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې پیل شوی و، ګټې اخیستنې ته وسپاره.