د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري ۳۸ برابره زیاته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170584-د_ایران_او_افغانستان_ترمنځ_سوداګري_۳۸_برابره_زیاته_شوې
د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد نږدې ۵۰۰زره ټنو ته رسېدلی او د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري له ۱۸ تر ۳۸ برابره زیاته شوې ده.
(last modified 2026-02-10T07:25:08+00:00 )
Feb 10, 2026 11:52 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري ۳۸ برابره زیاته شوې

د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد نږدې ۵۰۰زره ټنو ته رسېدلی او د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري له ۱۸ تر ۳۸ برابره زیاته شوې ده.

د مالوماتو له مخې، د خواف–هرات رېل پټلۍ په وروستیو میاشتو کې د سیمې له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي او د ۱۴۰۴کال د پای ته رسېدو شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې د نږدې ۵۰۰زره ټنو توکو د لېږد یو نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.

سرچینو ویلي چې دغه کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۸ برابره لوړه ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ د مسیر د بدلون ښکارندويي کوي او د پاکستان پر ځای د ایران له لارې د راکړې ورکړې بهیر چټک شوی دی.