-
امنیت شورا د طالبانو د بندیزونو د څارونکي ټیم د ماموریت په اړه رایې ورکوي
Feb 09, 2026 02:33د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ غونډه کوي څو د هغې مسودې د پرېکړهلیک رایې واخلي، چې د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار د ټیم د ماموریت د غځولو لپاره وړاندې شوې ده.
-
کابل کښې د ایران په سفارت کې د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې ونمانځله شوه
Feb 08, 2026 11:06په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار ویلي چې د اسلامي انقلاب او د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د دښمنانو او بدغوښتونکو توطئې به هېڅ پایله ورنه کړي او دا انقلاب به د الهي فضل په برکت خپلو لوړو موخو ته ورسېږي.
-
د پاکستان د پوځ په بریدونو کښې ۶۱۳ افغانان وژل شوي دي
Feb 08, 2026 10:04په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د مرستیالۍ دفتر په خپل تازه راپور کې اعلان کړی، چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله شپږ سوه دیارلس افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.
-
د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر د ایران او امریکا ټکر د حق او باطل مقابله وبلله
Feb 08, 2026 03:41د طالبانو د حکومت د اقتصاد مرستیال وزیر ډاکټر عبداللطیف په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۷ کلیزې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې اوسني پېښې یوازې سیاسي او جیوپولیتیک شخړې نه دي، بلکې د مذهبي او ستراتیژیک لید له مخې، د حق جبهې او باطل جبهې ترمنځ جوړښتي ټکر دی.
-
خوست کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ څاروي سوځېدلي
Feb 07, 2026 09:29د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند د توطاک په سیمه کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۳۰۰ څاروي سوځېدلي او ګڼ شمېر نور تلف شوي دي.
-
خلیلزاد: افغان طالبان باید امریکایي بندیان خوشي کړي
Feb 07, 2026 09:18د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه د بندیانو د خوشي کیدو مسالې ډب کړې ده.
-
په افغانستان کې سږکال څه باندې ۱۵۸ زره متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي
Feb 07, 2026 09:08د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې، روان کال په ټول هېواد کې له څه باندې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکې څخه ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي.
-
اروپايي ټولنه د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملي کوي چې نه دي منل شوي
Feb 07, 2026 08:58اروپايي ټولنې ویلي، چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پلان عملي کوي چې په غړو هېوادونو کې یې د استوګنې قانوني حق نه دی ترلاسه کړی.
-
افغانستان د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ځان وژونکي حمله وغندله
Feb 06, 2026 23:39زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت د پاکستان د اسلام اباد په «ترلایي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې د جمعې د لمانځه په وخت د یوه ترهګر لخوا چې د خیبر پښتونخوا سیمې وسیدونکی دی حمله وغندله او د لمونځ ګزارو د شهادت او د ژوبلیدا په هکله یې غمرازي څرګنده کړه.
-
په بیجینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک په اړه خبرې کړي
Feb 06, 2026 02:31د طالبانو حکومت په واخان کې د چین تر پولې د سړک جوړولو چارو ته د دوام ورکولو ترڅنګ هڅه کوي چې چینايي چارواکو ته هم قناعت ورکړي چې له خپل لوري د دې سړک چارې پرمخ یوسي.