د پاکستان د پوځ په بریدونو کښې ۶۱۳ افغانان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170504-د_پاکستان_د_پوځ_په_بریدونو_کښې_۶۱۳_افغانان_وژل_شوي_دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د مرستیالۍ دفتر په خپل تازه راپور کې اعلان کړی، چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله شپږ سوه دیارلس افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.
(last modified 2026-02-08T05:37:28+00:00 )
Feb 08, 2026 10:04 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ په بریدونو کښې ۶۱۳ افغانان وژل شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د مرستیالۍ دفتر په خپل تازه راپور کې اعلان کړی، چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله شپږ سوه دیارلس افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د بشري حقونو څانګې (یوناما) په یو راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستۍ درې‌میاشتنۍ دوره کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ سرحدي نښتو، په پوله‌يیزو سیمو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې بې‌ساری زیاتوالی رامنځته کړی دی.

راپور زیاتوي، چې تر ټولو ډېره مرګ‌ ژوبله د اکتوبر میاشتې په منځ کې او د سرحدي ترینګلتیاوو د اوج پر مهال رامنځته شوې ده.

دغه نښتې، چې راکټي بریدونه، توپچي ډزې او هوايي بریدونه یې په کې شامل وو، په ځانګړي ډول د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د لسګونو ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوې دي، چې په هغوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په همدې مهال، په کابل کې چاودنو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړل، او په خوست کې د خبریالانو پر لور ډزو د یوه خبریال ژوند واخیست.

د څېړنو پر بنسټ، راپور تاییدوي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې تر دسمبر پورې، لږ تر لږه ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ثبت شوې ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه کچه ده.

په همدې حال کې، د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو د پاکستان سرحدي بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او د پوځي عملیاتو د سمدستي درولو او د بې‌طرفه پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

بل لور ته، پاکستان ادعا کوي چې خپله د هغو وسله‌والو ډلو د بریدونو قرباني دی چې په افغانستان کې مېشتې دي، او وایي چې د دوی اقدامات یوازې دفاعي دي او له لږ تر لږه ملکي زیان سره ترسره شوي دي